23
الثلاثاء, تموز

Masons and laborers in Khost’s Shamal district hard at work repairing the only high school in the area

دهغه ښوونځي رغاونه چې د ننګرهار ولایت په شمال ولسوالی کې پرته ده دری یا څلور میاشت وخت ونیوه خو ټولنه به له ګټو څخه ېې د کلونو کلونو لپاره برخمن شي.

Participants of the second Media Law Moot Court Competition held in Kabul Appellate Court.

دهیواد له ګوټ ګوټ څخه په لسګونه تنه دحقوقو دپوهنځیو محصلین دلته په کابل کې دآیستناف په محکمې د دوشنبې په ورځ سره راغونډ شول ترڅو په یو تمثیلي محکمې د افغانستان د رسنیو قانون تربحث لاندی ونیسي.

AUFA

د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال نن د افغانستان د امریکایي پوهنتون له رئیس ښاغلي میچل سمیت سره د اوږدمهاله همکاریو سند لاسلیک کړ چې له مخې به یې د مالیې وزارت او د نورو دولتي ادارو کارکوونکي وکولای شي چې په دغه پوهنتون کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې ترلاسه کړي. ددې پروګرام په پلې کیدو سره به د مالیې وزرات او نورو دولتي ادارو کارکوونکو مهارتونه لوړ شي، پوهه او تجربه به یې زیاته شي او د هیواد په اقتصادي وده کې به مرسته وکړي.