23
الثلاثاء, تموز

photographer-jahidah-1

جاهده سادات يوه عکاسه ده ،چې د خپل ژوندانه هيلوته  چې د ښکلي  افغانستان ‏او دښځو د ژونداه دانځورونو کښل دي ورسيده .

educational-trips

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا د شمالی پنځو ولایتونو پنځلس کارکونکي د لویدیځ هرات ولایت ته په پنځه ورځني علمی او معلوماتي سفر ولیږدول شول. د ښووني او روزني ریاستونو د چارواکو لپاره دا علمی او معلوماتي سفر د بهار اندیشه په نوم یو سیمه ایز ملکي مشورتي او د پیاوړتیاوو د پرمختیايې خدمتونو اداری لخوا پلي شو.

learning-from-international-teachers

د کندهار د عصري زده کړو انستيتوت د نړيوالو ښوونکو  له خوا  آنلاين کورسونه جوړوي. اوسمهال شاوخوا 200 زده کوونکو ته دا موکه  په لاس ورغلې چې د سکايپ له لارې د اړيکو، ژورناليزم، اداره او تجارت او  د انګليسي ژبې په برخو کې زده کړې وکړي.

midwife

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا د قابله ګانو د روزني په موخه دوه کلن روزنیز پروګرام په لاره واچول شو. د قابله ګانو د روزني په پروګرام کي ۲۵ نجوني شاملي شوي او دا پروګرام د سویډن هیواد د نړیوال پرمختیايې آژانس یانې سیډا لخوا تمویل او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه او د افغانستان لپاره د ناروي کمیټه يې په ګډیزه توګه پلي کوي.

Midwives graduation

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا په ختیځ لغمان ولایت کی د دوه کلنو زده کړو د سرته رسولو وروسته ۲۳ نجونو ته د نرسنګ یا د رنځورپالو د فراغت اسناد ورکړل شول.

SCA

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې او د بشري حقونو د کمیسیون لخوا په تالقانو کې د سپین رنګی امسا نړیواله ورځ په داسی حال کې ولمانځل شوه چی د دولت څخه په لیدلو کې ستونزه لرونکو کسانو ته په ټولنه کې د لازیات لاسرسې درلودلو او هغوي د پامه نه غورزولوغوښتنه وشوه.

المزيد من المقالات...