احمدي سهار وختي خپل کورته نږدې په یوه جومات کې د لماځته تر ادا کولو وروسته خپله هټۍ کې کار کوي. هغه له ازادۍ غږ سره په یوه مرکه کې وویل، صداقت او پاکوالی هغه دوه صفتونه دي، چې له ده سره یې د ژوندانه چارو په برمخ بیولو او د حلال رزق په پیدا کولو کې مرسته کړې ده.

د هرات ښار د ۱۵ ناحیو د ګذر وکیلانو د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د افغان دولت د سولې او اوربند د پروسې ملاتړ وکړ او له وسله والو طالبانو یې وغوښتل، چې له اوسنیو حالاتو په ګټې اخیستو سره دې جګړه بس کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا د قراردادي بستونو لپاره د رقابتي ازموینې لوموړی پړاو په کابل کې ترسره شو. دغه ازموینه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کميسیون په مرسته د سې شنبې او چهار شنبې په ورځ د کابل په پولې تخنیک پوهنتون کې واخيستل شوه.

د مطالعې فرهنګ دودول د هر افغان دنده ده ترڅو خلک د کتاب لوستلو ته وهڅول شي. د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس فريد احمد فرهنګ وايي، پر داسې پلان کار کوي، چې له مخې به يې ځوانان د کتابونو د وېشلو له لارې مطالعې ته راوبلل شي.

المزيد من المقالات...