19
الجمعة, تموز

له پوليسو څخه ملاتړ د هغوى روحيه لوړوي

ژوند او ټولنه
Typography

په خوست ولايت کې د امنيتي ځواکونو او عام ولس تر منځ تر بل هر وخت اړيکې ډيرې ښې شوې دي. دوى له يوه او بل سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي، ګډې ناستې جوړوي او په ډيرى مواردو کې د امنيت د ټينګښت، د دولتي واکمنۍ د پراختيا او په ټولنه کې د عامه نظم د ټينګولو لپاره مشورې کوي.

همدا دليل دی، چې نن ورځ  په خوست کې امنيتي حالت تر بل هر وخت ډير ډاډمن شوى دی.

خوستوالو تل خپل امنيتي ځواکونه ستايلي دي ترڅو د هغوى مورال نور هم لوړ او د پياوړې روحيې خاوندان شي او له خپلو خلکو او هيواد څخه په ميړانه دفاع وکړي.

په همدې موخه موږ د پوليسو له يوه افسر سره مرکه کړې ده. نوموړی د خوست ولايت د اوسېدونکو له خوا ستايل شوی دی. د دې کار د موخې او پر نوموړي د دې کار د اغيزو په اړه نور معلومات په دغه مرکه کې لوستلى شئ:

سوال: ستاسو نوم څه ده او کوم کارونه ترسره کوئ؟

ځواب: زما نوم عبدالشکور دی. زه د خوست ولايت د امنيه قومندانۍ د اوپراسيون مسئول يم. 

سوال: په وروستيو کې د پوليسو يو شمير افسران او سرتيري د خلکو له خوا وستايل شول، چې يو پکې تاسې وئ، د دې کار لامل څه وُ؟

ځواب: تاسو پوهيږئ، چې ټولنه کې ښه او بد کار له ځانه عواقب لري، که چيرې څوک ښه کار وکړي هغه ستايل کيږي.

موږ په پوره صداقت او ايماندارۍ سره خپله دنده ترسره کوو. موږ تل هڅه کړې، چې قانون پلې کړو، د خپلو امرينو امر پرځاى کړو، خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړو. راسپارل شوې دندې په سمه توګه د قانون په رڼا کې ترسره کړو. همدا لامل دى چې خلک وخت ناوخت خپل افسران او سرتيري ستايي او موږ ترې مننه کوو. د خلکو له لوري ستاينه زما د ښو کړنو پايله ده. خو دا هڅې به وروستۍ نه وي، بلکې موږ به هڅه وکړو، چې د خلکو زړونه  وګټو.

سوال: څومره وخت کيږي، چې تاسو د پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوئ؟

ځواب: له تيرو ٥ کلونو راهيسې زه د پوليسو په ليکو کې کار کوم. دا شپږم ځل دى، چې زه د ولس له لوري ستايل کيږم. زه د خوست د امنيه قومندانۍ د پلان جوړولو په څانګه کې کار کوم، دا چې خلک موږ ته ستاينليکونه راکوي، ښکاره ده، چې په خپلو دندو کې بريالي يو. زه په ډاډ سره درته وايم، چې خپله دنده ډيره په مينه او رښتينولۍ سره پرمخ وړم. زه وياړم، چې د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو يو افسر يم.

سوال: د خلکو له لوري د پوليسو ستاينه به ستاسو پر راتلونکو کارونو او مسئوليتونو څه اغيزه ولري؟

ځواب: په دې کې شک نشته، چې د يو چا د کړنو ستايل مثبته اغيزه لري، چې دا کار زموږ پر روحيې هم ښه اغيزه لري.

دا کار موږ هڅوي ترڅو خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړو. دا کار به د دې لامل شي، ترڅو زه او نور ملګري مو خپلو دندو ته ډيره پاملرنه وکړو.

سوال: ستاسو تر ټولو ستره هيله څه ده؟

ځواب: زما تر ټولو ستره هيله په هېواد کې د تل پاتې سولې ټينګښت دی ترڅو اوسنۍ ناخوالې پای ومومي او موږ وکولى شو په امن کې ژوند وکړو او همداراز د هغو ميندو اوښکې بايد وچې شي، چې بچيان يې د روان جنګ قربانيان دي. 

زه چمتو يم د خپل دې ارمان د پوره کېدو لپاره حتى له خپل ژوند څخه تير شم ترڅو هېوادوال مو د خونديتوب احساس وکړي. 

الصفحة 2