23
الثلاثاء, تموز

په هلمند کې د مطالعې کلتور د دودولو لپاره پر ځوانانو د کتابونو وېشل

ژوند او ټولنه
Typography

د مطالعې فرهنګ دودول د هر افغان دنده ده ترڅو خلک د کتاب لوستلو ته وهڅول شي. د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس فريد احمد فرهنګ وايي، پر داسې پلان کار کوي، چې له مخې به يې ځوانان د کتابونو د وېشلو له لارې مطالعې ته راوبلل شي.

نوموړي وويل، چې ددغه پلان پرمټ به په مرکز لښکرګاه او نورو ولسواليو کې ځوانانو ته د مطالعې لپاره وړيا کتابونه ورکړل شي. ده زياته کړه، کوم کسان چې دغو کتابونو ته لاسرسۍ پيدا کوي، هغوى يې بايد له مطالعې وروسته نورو لوستونکو ته ورکړي.

ښاغلي فرهنګ زياته کړه، چې اوسمهال د ځوانانو لپاره دولتي او خصوصي کتابتونونه شتون لري او ده ځوانان په دغه کمپاين کې برخې اخيستلو ته راوبلل.

د قلم د موسسې مسوول عطاوالله ويسا وايي، چې دغه کتابونه يې وړيا ترلاسه کړي او هرچا ورسره د خپل توان په اندازه مرسته کړې ده. نوموړى زياتوي، چې د مطالعې کلتور د بيا دودولو لپاره دغه کتابونه په وړيا توګه ځوانانو ته ورکوي. 

ده وويل، چې ځوانان مسووليت لري ترڅو کتابونه واخلي او ويې لولي. ښاغلي ويسا زياته کړه، چې په راتلونکو ورځو کې به په ګرشک ولسوالۍ کې د ځوانانو لپاره اوولسم کتابتون پرانيځې.

د قلم موسسې مسوول وايي، چې ځوانان بايد د کتاب لوستلو ته راوبلل شي، ځکه هغه ستونزې، چې اوسمهال په ځوانانو کې شته، د مطالعې له لارې لمنځه تللى شي.

د هلمند ولايت يو ديني عالم، مولوي سبحان الله وايي، چې د کتاب د ترلاسه کولو لپاره دلته راغلى دى. ده وويل، چې ديني عالمان په دې برخه کې رغنده رول لوبوي.

ده زياته کړه، چې له مطالعې وروسته به خپل معلومات د منبر له لارې له خلکو سره شريک کړي.

د مدني چارو يو فعال، نظر محمد وايي، چې مدني ټولنې مطالعې ته د خلکو په هڅولو کې اړين رول لوبولى شي. دى زياتوي، چې ټول خلک بايد ځوانان د کتاب لوستلو ته راوبولي.