17
الخميس, تشرين1

هراتیان: موږ سوله او بیارغونه غواړو، طالبان دې جګړه ودروي

ژوند او ټولنه
Typography

د هرات ښار د ۱۵ ناحیو د ګذر وکیلانو د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د افغان دولت د سولې او اوربند د پروسې ملاتړ وکړ او له وسله والو طالبانو یې وغوښتل، چې له اوسنیو حالاتو په ګټې اخیستو سره دې جګړه بس کړي.

د هرات ښار د ۱۵ ناحیو د ګذر وکیلانو د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د افغان دولت د سولې او اوربند د پروسې ملاتړ وکړ او له وسله والو طالبانو یې وغوښتل، چې له اوسنیو حالاتو په ګټې اخیستو سره دې جګړه بس کړي.

په دغه ناسته کې د هرات د بېلابېلو سیمو د خلکو استازو، دیني عالمانو، مدني فعالانو و قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د دغې غونډې تنظیم کوونکی او د هرات ښار د ګذر وکیلانو د اتحادیې مشر، احمدشاه پیرزاده وايي، چې وسله وال طالبان دې له افغان حکومت سره پر دایمي اوربند هوکړه وکړي.

دی زیاتوي، چې نور به ورانوونکو او ترهګریزو فعالیتونو ته اجازه ورنه کړي او طالبان باید په دې پوه شي، چې سوله په افغانستان کې د اوسېدو لپاره دوی ته یواځنی لاره ده.

د هرات یو تن مدني فعال، سید اشرف سادات وايي، چې د افغانستان ټول وګړي له جګړې ستړي شوي او ټول په یوه غږ سوله او بیارغونه غواړي.