17
الخميس, تشرين1

د هلمند اوسیدونکو له وسله والو طالبانو د سولې غوښتنه وکړه

ژوند او ټولنه
Typography

د هلمند سلګونه اوسېدونکو د یوې غونډې په ترڅ د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې سوله وکړي.

د هلمند سلګونه اوسېدونکو د یوې غونډې په ترڅ د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې سوله وکړي.

دوی وویل، چې په هیواد کې سولې ته هیلې مخ پر زیاتېدو دي، ځکه ټول اسلامي هیوادونه د افغانستان جګړه ناروا ګڼي.

دغه غونډه، چې د سولې او اوربند په ملاتړ جوړه شوې وه، د ښځو، ځوانانو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون سلګونو کسانو په کې ګډون کړی و.

د دغې غونډې ګډونوالو وویل، چې د افغانستان ولسمشر د سولې لپاره قاطع دریځ لري او اسلامي نړۍ هم د افغانستان د سولې ملاتړې ده.

دوی پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرې پیل او د ملکي خلکو له وژنې لاس واخلي.

دوی تیر اوربند یوه ښه تجربه وبلله او زیاته یې کړه، چې وسله وال طالبان دې په راتلونکي لوی اختر کې پر اوږدمهاله اوربند موافقه وکړي.

دوی ټینګار درلود، چې سوله د ټول ملت غوښتنه ده او طالبان باید د خلکو او دیني عالمانو غوښتنو ته درناوی وکړي.

سوله د انسان فطری اړتیا ده او د اسلام مبارک دین هم پر سولې ټینګار کړی دی. هلمند کې تر دې وړاندې هم په سلګونو ولسي وګړو او دیني عالمانو د سولې په ملاتړ غونډې کړي دي.