17
الخميس, تشرين1

د مسلک او مهارت له لارې د حلال رزق پیدا کول

ژوند او ټولنه
Typography

احمدي سهار وختي خپل کورته نږدې په یوه جومات کې د لماځته تر ادا کولو وروسته خپله هټۍ کې کار کوي. هغه له ازادۍ غږ سره په یوه مرکه کې وویل، صداقت او پاکوالی هغه دوه صفتونه دي، چې له ده سره یې د ژوندانه چارو په برمخ بیولو او د حلال رزق په پیدا کولو کې مرسته کړې ده.

احمدي یو له هغو افغانانو څخه دی، چې د ورځې شاوخوا ۱۷۰۰ افغانۍ کار کوي.

هغه په ښه توګه په کندز کې خپل ژوند پر مخ بیایي. هغه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا د طالبانو ځپل او د امنیت د ټینګښت په اړه خوښي څرګندوي.

ښاغلی احمدي یواځنی افغان نه دی، چې په هیواد کې د طالبانو ورانکاري فعالیتونه غندي او له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، دی همداراز له وسله والو طالبانو غواړي، چې د بیګناه انسانانو له وژلو، د عامه المنفعه تاسیساتو له ورانولو او په ناقانونه توګه له خلکو د پیسو له راټولولو لاس واخلي.

دده په وینا، دا ټول کارونه له شرعیت او ملي ګټو سره په ټکر کې دي، ځکه د پردیو په لمسون ترسره کېږي. بکتاش سادات چې په کندز ښار کې د کیک او کلچو پلورنځۍ لري، له وسله والو طالبانو غواړي، چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او له افغان دولت سره په یو ځای کېدو، د یو بل له تجربو اعظمي ګټه واخلي.

هغه زیاتوي، چې ترهګري هیڅ اسلامي او عقیدتي اړخ نه لري او د هیواد او ملت په ګټه نه ده. سادات او احمدي د نورو هیوادوالو په څیر، خپلې راتلونکې ته خوشبینه دي، ځکه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نړیوالې ټولنې په مرسته د سولې د تامین او ولس ته د ښو فرصتونو د رامنځته کولو لپاره کار کوي.

بکتاش د ورځې له ۹۰۰۰ څخه تر ۲۱۰۰۰ افغانیو پورې توکي پلوري، چې دا په کندز کې د امنیت د ټینګښت یوه ښه بیلګه ده.

بکتاش د ډیرو عوایدو او احمدي د لږو عوایدو په درلودو سره له خپله ژونده خوښ دي، ځکه دوی له حلالې او قانوني لارې رزق پیدا کوي، نه د نشه یي توکو د پلور او د ټوپک په زور.