18
الخميس, تموز

په شبرغان ښار کې مېرمنو لپاره قهوه خانه پرانيستل شوه

ژوند او ټولنه
Typography

ملالۍ مبارز احمدي د جوزجان ولايت په شبرغان ښار کې مېرمنو ته يوه ځانګړې قهوه خانه جوړه کړې ده. په دې قهوه خانې کې ٥ ځايي ميرمنې کار کوي چې د ورځې په اوږدو کې د زده کوونکو او نورو مسلکي وګړو سربېره د ښار له ګوټ ګوټ څخه بې شميره  پېرېدونکي راځي.

ميرمن ملالۍ وويل:" په زړه کې مې وه ملګرو لپاره داسې يو ځاى جوړ کړم چې وکړاى شو له يو بله ډېر څه زده کړو. مخکې دلته د مېرمنو لپاره داسې ځانګړې ځاى نه و نو ځکه پرېکړه مې وکړه چې دغه قهوه خانه جوره کړم."

کله چې ځايي خلک دلته راټوليږي او يو بل سره خبرې اترې او اندونه شريکوي  دوى د اسانه چمتو کيدونکي خواړو ترڅنګ د څښلو لپاره هم توکي برابروي.

دا ځاى د کارموندلو، د کاري مصاحبو ترسره کولو، پر ټولنيزو چارو خبرو او تر ټولو مهم دا چې د روح ارامولو لپاره ښه ځاى دى.

دلته لاسي صنايع او رسامي هم نندارې ته ايښوول شوې چې د مېرمنو وړتياوو ښکارندويي کوي. 

د پوهنتون يوې محصلې مريې حضرتي وويل:" دغه قهوه خانه يو هوسا ځاى دى. دا لومړۍ ځل دى چې زموږ په ولايت کې داسې يوه قهوه خانه جوړيږي. زه خوشاله يم." 

د ملالۍ قهوه خانه له نويو تجارتونو څخه يوه ده چې په ټول افغانستان کې د ودې په حال کې دي، او د دغو تجارتونو ډېرى څښتنان ښځې دي.

ټول خلک په يوه غږ د هر پنځوونکي، نوښتګر او سوداګر افغان څخه پرته له کوم شاليده ملاتړ کوي. خلک پر دې وياړي چې يوه مېرمن وتوانېده خپل نوښتګر اندونه په يوه بريالۍ سوداګرۍ بدله کړي.