23
الثلاثاء, تموز

په هلمند ولایت کې د اسلام له لیدلوري د ماشومانو خوندیتوب تر عنوان لاندې د دیني عالمانو او قومي مشرانو لپاره یو ورځنی سیمینار جوړ شو. د دغه سیمینار پر مهال د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس صدیق الله خالقي وویل، دوی هڅه کوي د بېلابېلو پروګرامونو له لارې ماشومان له اوسنيو ګواښونو څخه وژغوري.

Religious scholars will provide information

 

افغانستان یو متحد هیواد دی، چې بېلابېلو قومونه په کې ژوند کوي. د افغانان له یو بل سره هیڅ ستونزه نلري او دوی تل د خپل یووالي په لټه کې دي. افغانان تل له یو بل سره مرسته کوي او د کړاونو په وخت کې د یو بل لپاره کړاونو ته ځانونه سپر کړي دي.

هره ټولنه له ښځينه او نارينه و جوړه شوې ده. د نړۍ نيمايي وګړي ښځينه دي او همدا لامل دى چې د مېرمنو ونډې ته د هېواد په پرمختګ، سوله او دموکراسى کې مهم رول لري.

د افغانستان بېلابېلې سيمې هره يوه ځانګړي خواړه لري چې د سيمې خلک پرې وياړي. د هېواد په ختيځو سيمو لکه په خوست ولايت کې 'ډنډه کى' ډېر شهرت لري او خلک يې ډېر خوښوي.

د هلمند ولایت د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې، عفیفې معروف د شنبې په ورځ له آزادۍ راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، ددوی کارکوونکو تل هڅه کړې ترڅو په هلمند ولایت کې د ښځو او نارینه وو ستونزې هواري کړي.

مېرمن معروف وویل: (زه درې میاشتې مخکې په دغه دنده وګمارل شوم او په دې موده کې مې له دیني عالمانو، ملا امامانو، مدني فعالانو، قومي مشرانو او رسنیو سره له بشري حقونو څخه د سرغړونو د مخنیوي لپاره مې بېلابېلې مشورتي ناستې ترسره کړې دي. تردې دمه دغه غونډې اغېزمنې وې.)

مېرمن معروف زیاته کړه، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هڅه کوي له دې ډاډ ترلاسه کړي چې د اړتیا وړ معلومات د رسنیو او دیني عالمانو له لارې تر خلکو رسېږي ترڅو د هلمند په ګډون د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د اړتیا وړ معلوماتو ته لاسرسۍ ولري او د اړتیا په وخت کې له دوی سره اړیکه ونېسي.

هغې زیاته کړه، دیني عالمانو تر دې دمه خپل رول په سمه توګه ترسره کړی او خلک یې له بشري حقونو، په تیره بیا د ښځو او ماشومانو حقونو درناوي ته هڅولي دي.

)د جوماتونو ملا امامان هم بشري حقونو ته د درناوي په اړه زموږ پیغامونه تر عامو خلکو رسوي او خلک هم د دوی درناوی کوي، دغه راز موږ خوښ یو چې د معلوماتو په خپرولو کې دیني عالمان له موږ سره مرسته کوي.)

المزيد من المقالات...