21
الإثنين, تشرين1

څلورم کال ته د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې قانون او کړنلارې په داخلېدو سره د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت او د دغو توکو پر وړاندې د مبارزې پوليس په ګډه د نشه يي توکو د کښت، توليد او قاچاق د له مينځه وړلو په برخه کې پرمختګ ته دوام ورکوي. دغه کړنلاره چې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۵ کال کې پلې شوه، په حقيقت کې د وزارت د بنسټيزو دندو د ترسره کولو په برخه کې يوه څلور کلنه ستراتيژي ده چې چټک پرمختګ ته لار هواروي. د کوکنارو او د نشه يي توکو د لابراتوارونو له مينځه وړل، د کوکنارو د کښت په اړه څيړنې او د نشه يي توکو د قاچاق پر وړنداې مبارزه هغه څه دي چې دغه وزارت پرې زيات تمرکز کوي. له بل لوري ، په روان کال کې د نشه يي توکو پر ضد عمليات په بېساري توګه له لاسته راوړنو ډک و.


د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال ډګر جنرال خليل بختيار وويل: "د ۱۳۹۷ له پيل راهيسې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په ټول افغانستان کې ۳۰۷۴ عمليات ترسره کړي دي. د دې عملياتو په ترڅ کې، ۳۳۰۷ مشکوک کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي چې د تير کال په پرتله ۳۲ سلنه زياتوالی ښيي."

 د دغو عملياتو په ترڅ کې د ۲۲۱۴۵ دانو "ټابليټ-ک" نشه يي ګولېو، په ګډون ۳۱۵،۶۶ ټنه نشه يي توکي نيول شوي دي. د عملياتو په پايله کې له قاچاقبرانو څخه ۵۲۷ موټر او موټرسايکلونه چې د نشه يي په ليږد راليږد کې ترې ګټه پورته کيده او ۳۴۳۴ موبايلونه او مخابرې هم ترلاسه شوې دي. د ښاغلي بختيار په وينا، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د عملياتو پر مهال ۳۰ لابراتوارونه، ۸ ګودامونه او د شرابو د توليد ۷ کارخونې هم له مينځه وړي دي. د نشه يي توکو پر وړاندې د عملياتو په ترڅ کې د طالبانو د ماينونو د جوړولو ۳ کارخونې او د دغې ډلې د سوق او ادارې مرکزونه هم له مينځه يوړل شول. په دې لړ کې د طالبانو د وسله يو زيرمتون هم کشف او ۳۱۷ ميله وسله او ۴۰ زره ډول ډول مرمۍ مهمات ترلاسه شول.

نشه يی توکي زموږ د هېواد او نړۍ لپاره يو لوی ګواښ دی. د نشه يي توکو ناقانونه کړنې نيغ په نيغه له نا امنيو سره تړاو لري. روانه جګړه چې لګښت يې د نشه يي توکو له لارې تامينيږي، د کلونو کلونو لپاره زموږ د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی. افغان دولت او امنيتي ځواکونه ژمن دي چې نشه يي توکي په ټول افغانستان کې له مينځه يوسي. افغانان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو له هڅو مننه کوي او نشه يي توکو ته د 'نه' په ويلو سره د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.

د تيرې مياشتې درې ورځني سخت بارانونه د هېواد په سويلي او لويديځو سيمو کې د سختو سيلابونو د راوتلو لامل شول. د افغان ملي، دفاعي او امنيتي ځواکونو کړنې، د خدای (ج) له لوري يوه ډالۍ وه ځکه د هغوی هڅې ګړندۍ او ژغورونکې وې. د طبيعي پيښو سره د مبارزې په برخه کې افغان امنيتي ځواکونو لومړی په کندهار ولايت کې 350 سيلاب ځپلی وژغورل. د اوبو د کچې په لوړيدو سره، افغان زړور امنيتي ځواکونه د ميوند، ډنډ، ارغنداب او ارغستان ولسواليو ته هم ورسيدل.

په تېر يوه کال کې د جنايي جرمونو پر وړاندې د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو مبارزه بريالۍ ثابته شوې ده. دغه ګام چې د کورنېو چارو وزارت له لوري پورته شوى پکې د جنايي پېښو پر وړاندې مبارزه کيږي او چې خلک هم د مشکوکو کسانو او غيرقانوني کړنو په اړه معلومات ورسره شريک کړي. د ٢٢٢ کسانو دغه نوملړ د خلکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شو او خلک يې وهڅول چې جنايت کاران وپلټي. 

 

د هرات ولایت امنیتي ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د ترهګرو یوه ډله نیولې ده. د هرات د امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، چې دغه ډله چې مشري یې ملامحمد ایوبي کوله، د دې ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې فعالیت درلود.

المزيد من المقالات...