20
الأحد, تشرين1

د غزني ښار امنیتي وضعیت عادي حالت ته ګرځیدلی

امنیت
Typography

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د غزني ښار امنیتي حالت اوس عادي حالت ته ګرځیدلی او په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات اوس هم دوام لري.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني ښار او د میدان وردګو ولایت اړوند په سالار سیمه کې د هوایي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۳۰ وسله وال وژل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې دوه وسله وال هم ژوندي نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د عملیاتو په ترڅ کې د غزني ښار حیدر اباد، حسن اباد، مغلان او نواباد سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوي او په غزني ښار کې پنځه امنیتي حوزې بیرته پرانیستل شوې دي.

د افغانستان دفاع تاییدوي چې وسله والو ګڼ شمېر عامه تاسیاست سوځولي دي.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت پرون وویل، چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د وسله والو پر وړاندې په چاڼیزو عملیاتو کې بوخت دي او د غزني ښار کنټرول په بشپړه توګه د افغان ځواکونو په لاس کې دی.

د یادونې وړ ده چې د غزني ولایت په مرکز کې له تیرې جمعې ورځې راهیسې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي.