21
الأحد, تموز

د هلمند امنیه قومندان: د ټاکنو لپاره ښه امنیتي تدابیر نیول شوي

امنیت
Typography

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره ددې ولایت په ټولو سیمو کې بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي او پارلماني ټاکنې به د امن په فضا کې ترسره شي.

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره ددې ولایت په ټولو سیمو کې بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي او پارلماني ټاکنې به د امن په فضا کې ترسره شي.

د هلمند امنیه قومندان پاسوال محمد رازق یعقوبي وایي، د ټاکنو لپاره یې ښه امنیتي تدابیر نیولي دي. دده په خبره، ولسي وګړي کولی شي د ټاکنو په ورځ په ډاډه زړه خپله رایه وکاروي.

هغه زیاته کړه، چې ټول ټاکنیز مرکزونه له امنیتي پلوه خوندي دي، له ټاکنو وړاندې او د ټاکنو په ورځ به هیڅ ډول ستونزه رامنځته نه شي.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار په ګډون، په ناوې، نادعلي، مارجې، ګرمسیر، ګرشک، واشیر او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي.

ده له ولسي وګړو وغوښتل، چې له امنیتي ځواکونو سره خپله همکاري لا پياوړې کړي ترڅو د ټاکنو لپاره ښه امنیت تامین شي.

له دې وړاندې هم د هلمند امنیتي چارواکو د راتلونکو ټاکنو لپاره د بشپړ امنیت د نیولو ډاډ ورکړی وو.