17
الخميس, تشرين1

ننګرهار کې ۷۵ وسله وال طالبان د سولې بهير سره یوځای شول

امنیت
Typography

ننګرهار کې د ملي امنيت رياست په هلو ځلو د پنځو قوماندانانو په ګډون ۷۵ وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يوځای شول او خپلې وسلې يې چارواکو ته وسپارلې.

چارواکي وايي، دغو وسله والو له تېرو ۱۶ کلونو راهېسې بټي کوټ ولسوالۍ کې دولت ضد کړنې ترسره کولې او دغه ولسوالي يې ډيره نا امنه کړې وه.

ياد وسله وال د تلې په ۱۸مه بټي کوټ ولسوالۍ کې د يوې لوی غونډې پرمهال د سولې له پروسې سره يوځای شول او په خپلو تېرو کړنو يې پښېماني څرګنده کړه.

د ننګرهار والي حيات الله حيات چې دغې غونډې ته ورغلی و، رسنيو ته وويل، د پنځو قوماندانانو په ګډون ۷۵ تنو دغو وسله والو کسانو چې ياده ولسوالي يې نا امنه کړې وه، د سولې له پروسې سره يوځای شول.

دی وايي، دغه ولسوالۍ کې ولسي خلکو د وسله والو پر ضد پاڅون کړی او ټوله ولسوالي يې امن کړې او هغه وسله وال چې د همدغې سيمې خلک و، د ولس او ملي امنيت په هلو ځلو بېرته دولت سره يوځای شول.

هغه زياه کړه: ((د قاري فضل الرحمن، قاري حقاني، قاري ميرزمان، زړور خان، قاري شرف الدين په مشرۍ دغو وسله والو خپلې وسلې هم له ځانه سره راوړي، او له همدوی څخه به د بټي کوټ ولسوالۍ د امنيت په ټينګښت کې ګټه  اخلو.))

په ورته وخت کې د ننګرهار د ملي امنيت رييس تورن جنرال نظر علي واحدي وويل، يوځای شويو وسله والو له ۷۵ ميله ډيرې درنې او سپکې وسلې هم دولت ته تسليم کړې، چې په کې راکټ اندازونه، دافع هوا، کلاشنکوفونه او نور شامل دي.

 دی وايي، د دغو وسله والو د اقتصادي پياوړتيا لپاره به ولايتي ادارې ته وړانديز کوي او د ولايتي امکاناتو څخه به ورسره مرستې کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې يادو وسله والو تېرو ۱۶ کلونو کې د بټي کوټ ولسوالۍ کې د کانال اړونډ فارمونه ناامن کړي و او له ډيرو يې همغوی ګټه تر لاسه کوله.

په همدې حال کې د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي د ټولو وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل،چې د سولې لاره غوره کړي او په وینا د هغه مخالفینو پر وړاندې به جګړه وکړي،چې خپلو تخریبي کړنو ته دوام ورکوي.

د سولې له پروسې سره يوځای شوي له ډلې قاري حقاني پژواک ته وويل، چې له لسو ډير کلونه يې د دولت په مخالفت کې تېر کړل او په دې وروستيو کې د لس کسيز ګروپ قوماندان هم و.

هغه وايي، د دولت ترڅنګ يې د داعش ضد هم جګړه کوله او ګټه وټه يې تر ډيره د کانال له فارمونو ترسره کوله.