18
الخميس, تموز

هرات کې د ترهګرو یوه ډله ونیول شوه

امنیت
Typography

د هرات ولایت امنیتي ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د ترهګرو یوه ډله نیولې ده. د هرات د امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، چې دغه ډله چې مشري یې ملامحمد ایوبي کوله، د دې ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې فعالیت درلود.

د دې ډلې غړي په هرات ښار او دوو ولسوالیو کې په ترهګریزو فعالیتونو تورنه ده.

د هرات د امنیه قومندانۍ سرپرست فرزاد فروتن وايي، دغې ډلې په هرات ښار، اوبې او پشتون زرغون ولسوالیو کې په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلود.

هغه زیاتوي، چې د دې ډلې مشر، ملامحمد ایوبي ترهګرو ته په خپل کور کې پناه ورکوله او هغوی یې د امنیتي ځواکونو او دولتي چارواکو په نښه کولو ته هڅول.

په ورته وخت کې ځایي چاروکي وايي، چې امنیتي ځواکونو په شینډنډ ولسوالۍ کې پنځه ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

دوی وايي، چې وسله والو مخالفینو دغه ماینونه د شینډنډ په سلطان اباد او پشت شهر سیمو کې د امنیتي ځواکونو او عامو وګړو په نښه کولو لپاره ځای پر ځای کړي و.