18
الخميس, تموز

په تېرو ١٨ کلونو د جنايي پېښو ګراف تر ټولو ټيټې کچې ته لوېدلى دى

امنیت
Typography

په تېر يوه کال کې د جنايي جرمونو پر وړاندې د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو مبارزه بريالۍ ثابته شوې ده. دغه ګام چې د کورنېو چارو وزارت له لوري پورته شوى پکې د جنايي پېښو پر وړاندې مبارزه کيږي او چې خلک هم د مشکوکو کسانو او غيرقانوني کړنو په اړه معلومات ورسره شريک کړي. د ٢٢٢ کسانو دغه نوملړ د خلکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شو او خلک يې وهڅول چې جنايت کاران وپلټي. 

 

د کورنېو چارو وزارت سرپرست وياند نصرت رحيمي وويل: "په ټوليز ډول په ټول افغانستان کې د جنايي جرمونو  ګراف ٧٠ سلنه ښکته شوى دى. موږ به د هغو کسانو پر وړاندې نور کوټلي ګامونه هم پورته کړو، چې عامه نظم ګډوډوي او خلکو ته زيان رسوي."

 د افغان ملي پوليسو او افغان ملي پوځ سرتېرو ترمينځ ښې همغږۍ د جنايي پېښو پر وړاندې مبارزه کې مهم رول درلود. د دغو دواړو ادارو ترمنځ ګډ کار د دې لامل شو، چې د جنايي جرمونو، نشه يي توکو او قاچاق په ګډون د ټولو هغو ناوړه فعاليتونو مخه ونيسي چې خلکو ته زيان رسوي. د روان کال د سلواغې پر ٥مه، په تېرو ١٨ کلونو کې د جنايي جرمونو ګراف تر ټولو ټېټې کچې ته ښکته شو.

 دغه کسان د غلا، شوکو، د عامه نظم د ګډوډولو، اختطاف او قتل په جرمونو نيول شوي دي. د کابل پوليسو له خلکو سره په دوامدارې همغږۍ  په ښار کې ټولو مجرمينو ته خبر ورکړ مخکې له دې چې ونيول شي بايد خپله ځان تسليم کړي، که نه د پوليسو له لوري به ونيول شي. د کابل د پوليسو قوماندان ډګر جنرال سيد محمد روشن دل چې تر دې وړاندې ١٤ کاله د ځانګړو ځواکونو قوماندان و، مخکې د پوليسو د ځواک  او د هغوى د اعتبار غوښتنه کړې وه. د دغو هڅو پايله ډېره مثبته وه.

جنرال روشن دل وويل: "د دغو ګامونو د پورته کولو موخه په ښار کې د امنيت ټينګښت او د خلکو اندېښنو ته ځواب ويل و. موږ به قانون ته د قانون ماتوونکو د راکاږلو هڅو ته دوام ورکړو."

د کورنېو چارو وزارت د دې کال په اوږدو کې بيا بيا د مطلوبو کسانو نوملړونه خپاره کړل، چې د افغانانو پراخ ملاتړ او ګټور ځواب يې له ځانه سره درلود. په لومړيو کې د ١٦ هغو کسانو نوملړ خپور شو، چې د ځمکې په غصب تورن وو. له دې وروسته د قانون ماتوونکو نوملړ خپور شو. په وروستېو کې د نشه يي توکو د ٢٧ کاروباريانو او پلورونکو نوملړ په کابل کې خپور شو. د افغانستان ملي پوليس د وياړلو افغانانو له هغو هڅو چې له مخې يې دوى د مجرمينو په اړه پوليسو ته خبر ورکوي، خوښ دي.

 د دغو نوملړونو بريا په دې کې ده، چې له خپرېدو وروسته يې ځينو کسانو ځانونه پخپله دولت ته تسليم کړل. د نورو د نيولو چاره روانه ده. ....په دغو ليستونو کې د يو شمېر کسانو حسابي تصفيه شوه. د دغو لاسته راوړنو ټول امتياز د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو او خلکو کيږي، چې پلان يې جوړ کړى او هغه يې عملي کړ.

 د کابل يوه اوسېدونکي اميري نصيب وويل: "زموږ هېواد قانون لري او موږ ټول يو ډول د دې مسووليت لرو چې دغه قوانين تعقيب کړو. موږ د خپلو ځواکونو د زړورتيا او سرښندنې ستاينه کوو او هيله لرو چې يوه ورځ زموږ په ښارونو کې مجرمين هيڅ ډول ملاتړ و نه لري."

 افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه شپه او ورځ زيار باسي  چې په ټول هېواد کې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي، عامه نظم او امنيت تامين کړي او دغه راز قانون په برابر او منصفانه ډول عملي کړي. په تېر کال کې د جنايي جرمونو د کمېدو او د افغانانو په ژوند کې ښه والى د دغو هڅو مستقيمه پايله ده. موږ هېواد ته د دغو اتلانو د خدمتونو او سرښندنو ستاينه کوو.