17
الخميس, تشرين1

افغان ځواکونو په ټول هېواد کې د طبيعی پيښو پر مهال زرګونه هېوادوال وژغورل

امنیت
Typography

د تيرې مياشتې درې ورځني سخت بارانونه د هېواد په سويلي او لويديځو سيمو کې د سختو سيلابونو د راوتلو لامل شول. د افغان ملي، دفاعي او امنيتي ځواکونو کړنې، د خدای (ج) له لوري يوه ډالۍ وه ځکه د هغوی هڅې ګړندۍ او ژغورونکې وې. د طبيعي پيښو سره د مبارزې په برخه کې افغان امنيتي ځواکونو لومړی په کندهار ولايت کې 350 سيلاب ځپلی وژغورل. د اوبو د کچې په لوړيدو سره، افغان زړور امنيتي ځواکونه د ميوند، ډنډ، ارغنداب او ارغستان ولسواليو ته هم ورسيدل.

په کندهار ولايت کې د افغان هوايي ځواک قوماندان تورن جنرال عبدالرازق شيرزي وويل: "موږ د کندهار اوسيدونکي له هغو سيمو چې له ګواښ سره مخامخ وې، خوندي سيمو ته وليږدول او د هغوی لپاره مو خواړه، درمل او روغتيايي کارکوونکي برابر کړل. افغان هوايي ځواک تل چمتو دی چې په ټول هېواد کې له هېوادوالو سره مرسته وکړي."

 افغانان د سيلاب پر وړاندې د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو له چټک غبرګون مننه کوي. که چيرې د افغان چارواکو پر وخت مرسته نه وه رسېدلې، نو کيدای شي ډيرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړای وای.

 د کندهار ولايت اوسېدونکي صبغت الله خان وويل: "سيلاب زما د کور ديوالونه ونړول او له امله يې زما ماشومان ټپيان شول. افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو موږ سره مرسته وکړه. موږ يې خوندي سيمو ته وليږدولو او موږ ته يې خواړه او ګرمې جامې برابرې کړې."

 د ملي دفاع وزارت په وينا، سيلابونو د زابل، فراه او هرات ولايتونو په ګډون د هېواد په سويل او لويديځ کې ګڼ شمير سيمې زيانمنې کړې دي. د بارانونو له کبله په دې ولايتونو کې ګڼ شمير کورونه نړېدلي دي. د 207 ظفر قول اردو په فراه ولايت کې له 1800 زيات کسان له ژغورنې وروسته خوندي سيمو ته ليږدولي او هغوی ته يې خواړه او جامې او دغه راز 400 ټپيانو ته يې د درملنې زمينه برابره کړې ده.

 د وروستيو سيلابونو سربېره، سړه هوا د دې لامل شوه چې په ډيرو سيمو کې واوره وشي او د ولسواليو او ولايتونو ترمنځ غځيدلې لارې وتړي. افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د اړتيا سره سم مسافرو سره مرسته وکړه.

 د هرات ولايت اوسېدونکي وحيد نوري وويل: "زه د هرات ولايت څخه د کابل په لور روان وم چې په غزني ولايت کې د سختې واورې د وريدو له امله بند پاتې شوم. موږ سره 200 نور موټر هم همدلته بند پاتې وو. موږ بې وسه وو خو هيله مو لرله چې په همدې وخت کې امنيتي ځواکونه سمدستي راورسيدل، لاره يې پاکه او موږ سره يې مرسته وکړه چې خپل سفر ته ادامه ورکړو."

 د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، هغو کسانو ته چې په سيلابونو کې يې کورونه زيانمن شوي، د مرستې ترڅنګ له 1000 نومرو زياته ځمکه ورکړه، چې هلته ميشت شي. همدا راز له دغو هېواد والو سره يې د ورځني ژوند د بيا پيلولو په موخه 100 ميليونه افغانۍ مرسته وکړه.

 هېوادوالو په ټولنيزو شبکو کې په پراخه کچه د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو هڅې ستايلي او ګڼ شمير افغانانو د مننې د پيغامونو ترڅنګ د ژغورنې پر مهال د امنيتي ځواکونو د مرستې عکسونه هم پر خواله رسنيو له نورو سره شريک کړي دي. افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه د هوا خراب والی او له ګواښ نه ډک حالت سربېره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي ترڅو په راتلونکې کې د طبيعي پيښو پر وړاندې چمتو والی ولري.