21
الأحد, تموز

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د هېواد د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان ښاغلي جوزیف ووټل د ملي امنیت شورا په دفتر کې د کتنې پر مهال له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د افغان ځواکونو پر اړتیاوو او هوايي ځواکونو د تجهیز او همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

د هند حکومت مشرتابه د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د تجهیز په اړه غور کوي. ټاکل شوې ده چې د هند حکومت د جنګي چورلکو ترڅنګ، پوځي وسایط، د ټانکونو پرزې او توغندي د افغان پوځ په واک کې ورکړي.

افغان او نړیوالو ځواکونو په وروستیو کې په ګډه د وسله والو طالبانو د مالي سرچینو د له منځه وړلو لپاره په هلمند کې بریالي عملیات ترسره کړل، چې په بېلابېلو سیمو کې یې د نشه يي توکو د تولید مرکزونه ویجاړ کړل.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزي په پوځي غونډه کې د عملیاتو پر څرنګوالي خبرې وکړې او ویې ویل، چې د عملیاتو برخه وال سرتیري باید د خلکو د ځان او مال خیال وساتي.

المزيد من المقالات...