19
الجمعة, تموز

ولسمشرۍ ماڼۍ په پلازمېنه کابل کې د خونړي ځانمرګي برید د قربانیانو په ویر نن (یکشنبه) په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړ. ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په وروستیو کې د کابل په ګډون په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د هیواد دښمنانو ترهګریز بریدونه او جنایتونه ترسره کړل، چې له امله یې ګڼ شمېر بې ګناه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډیرې کورنۍ یې د غم په ټغر کینولې.

په داسې حال کې چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا هڅې روانې دي، تيره ورځ څلور نورې بلک هاک چورلکې افغان هوايي ځواک ته وسپارل شوې. په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د سې شنبې په ورځ په کندهار ولایت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د بلک هاک ډوله هلیکوپټرو بله جوپه افغان پوځ ته وسپارله.

د خوست امنيتي ځواکونو د نشه یې توکو، وژنو، غلاوو او نورو جنايي جرمونو په تور ۱۵ کسان نیولي او همداراز لسګونه کیلوګرامه نشه يي توکي، وسلې، ماینونه او نور نظامي توکي يې ترلاسه کړي دي. د خوست د امنيه قومندانۍ سرپرست مل پاسوال محمد داود امین رسنیو ته وويل، چې دغه کسان د تيرو ٣ ورځو په ترڅ کې په مرکز او ولسواليو کې نيول شوي دي.

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له څه مودې راهیسې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي ملاتړ پراخ عملیات پیل کړي دي. د چارواکو په خبره، چې تر دې مهاله ددغو عملیاتو په ترڅ کې ډير پرمختګونه شوي دي.

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار يو هټيوال عبدالله چې دروازې او کړکۍ جوړوي، وايي وسله وال طالبان يواځې د خلکو په منځ کې د ويرې خپرولو پرته بل کار نه لري، ځکه تل يې خلک اړ کړي ترڅو د دوى په خوښه ژوند وکړي. خو ولس هيڅکله د طالبانو لپاره له خپلو فردي او ټولنيزو ازاديو نه تيريږي.

افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د نړيوالو ځواکونو په مرسته د طالبانو منصوري عمليات په کندوز او د هيواد په نورو سيمو کې له ماتې سره مخ کړل او د طالبانو په نښه کولو لپاره يې د عملياتو لړۍ تر لرې پرتو سيمو پورې وغځوله.

المزيد من المقالات...