23
الثلاثاء, تموز

دولت د میوې لرونکې ونې په څیر دی

سیاست
Typography

پياوړی دولت د خلکو د عزتمند او هوسا ژوند ساتندوی دی. د خلکو یوالی او ملاتړ ددولت د غښتلتیا لپاره ارزښتمن او اړین فکتورونه دي.

Government is Fruitful Tree

په دې وروستیو کې د لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو ګڼ شمېر قومي مشران، دیني عالمان، اوسېدونکي او د مدني ټولنو فعالانو د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو په ریاست کې په یوه لویه ناسته کې ګډون کړی وو.

ددې ناستې ګډونوالو ټینګار کاوه چې دوی سره یو دي او ژمنه یې وکړه چې له دولت څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. دوی له مخالفو ډلو سره د بیا پخلاینې او ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د لوړپوړو چارواکو هڅې وستایلې.

د ننګرهار یوه قومي مشر، احسان الله کامه وال په ټینګار سره وویل، چې د اوسني منتخب دولت شتون د خلکو د قیمتي هڅو او قربانیو پایله ده.

نوموړي زیاته کړه: "ولس او دولت د یوه سوله ییز او پرمختللي افغانستان لپاره په ګډه کار کوي. انشاالله موږ به دا کښتۍ تر ساحله رسوو. موږ به چاته اجازه ورنکړو څو دولت وننګوي او امنیت له ګواښ سره مخ کړي."

کامه وال وویل، چې د افغانستان ټول قومونه سره وروڼه دي او دوی باید ددښمن د هر ډول ورانکاره پلانونو پر وړاندې یو موټی ووسي.

ددې غونډې ګډونوالو پر افغانانو غږ وکړ چې د سوله ییز افغانستان د دښمنانو پر خبرو دې نه غولیږي او په سختو ورځو کې سره یو موټی شي.

د لغمان د ولایتي شورا رئیس، ګلزار سنګروال وویل، هر هغه څوک یا ډله چې څه ډول غوښتنې لري، هغه دې له دولت سره په سوله ییز ماحول کې مطرح کړي او له داسې کارونو دې ډډه وکړي چې په پایله کې یې خلک زیانمن کېږي.

نوموړي وویل: "سوله ییز لاریونونه د ولسواکۍ یوه برخه ده خو له بده مرغه دښمن له دې لاریونونو څخه ناوړه ګټه اخلي. اوس دولت ته د نورو ستونزو راولاړولو وخت نه دی. په داسې حالاتو کې باید موږ د دولت ترڅنګ ودریږو."

د غونډې بل ګډونوال، آصف هوتک وویل، دولتونه د هیواد د خلکو پر مټ جوړ شوي دي، نو خلک یې باید ملاتړ وکړي څو په اغیزمن ډول د سولې او ټیکاو لپاره کار وکړي.

هغه زیاته کړه: "موږ اوس هم د خپل دولت تر څنګ ولاړ یو او ډاډ ورکوو څو د سولې او پرمختګ په لور پیاوړي ګامونه واخلي."

د ننګرهار یو دیني عالم، محمود شیرزاد وویل، خلکو د اسلامي دولت د ساتلو لپاره هیڅ نه درلودل.

نوموړي وویل: "دولت د میوې لرونکې ونې په څیر دی. دولت موږ جوړ کړی او د خپلې نیکمرغۍ لپاره به پرې پام کوو."

شیرزاد وویل: "موږ د څو لسیزو لپاره په افغانستان کې ددا شان دولت د جوړېدو په تمه وو. اوس موږ ته الله جل جلاله ددې موکه راکړه څو د یوه باثباته دولت د جوړېدو لپاره خپلې رایې وکاروو. دا چې زموږ بیراغ د نړی په ګوټ ګوټ کې رپيږي او افغانستان په ټولو سکتورونو کې پرمختګ کړی دی، لامل یې د دولت شتون دی."