21
الأحد, تموز

د هرات اوسېدونکي او چارواکي د بروکسل ناستې هرکلی کوي

سیاست
Typography

 

د هرات سیمه ییز چارواکي او اوسېدونکي په بروکسل کې د ناټو ددفاع وزیرانو ناستې د جوړېدو هرکلی کوي او هیله مندي ښيي، چې دغه ناسته به د افغانستان لپاره مثبتې امنیتي پایلې ولري.

Herat governor spokesman

 

د ناټو ددفاع وزیرانو ناسته د افغانستان ددفاع سرپرست وزیر په شتون کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شتون او همداراز د ناټو غړو هیوادونو همکاریو د زیاتولو په موخه په بلجیم کې ترسره شوه.

 

د هرات والي ویاند، جیلاني فرهاد وویل، دغه ناستې د افغان کشفي او امنیتي ځواکونو د پياوړتیا په اړه هیلې ډیرې کړې دي، چې دا کار به افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.

 

نوموړي زیاته کړه، د هرات سیمه ییز چارواکي د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په اړه د ناټو له نوې تګلارې ملاتړ کوي.

 

په همدې حال کې د هرات اوسېدونکي هیله مندي څرګندوي، چې د ناټو غړي هیوادونه به په بروکسل کې پر شویو ژمنو عمل وکړي.

 

د هرات اوسېدونکي وايي، په هیواد کې د ناټو ځواکونو شتون ته اړتیا ده څو افغانستان سره د سولې او امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي.

 

ټاکل شوې ده د ناټو غړي هیوادونه د بلجیم په سرمشریزه کې د بهرنیو ځواکونو او افغانستان سره ددغې اتحادیې د مالې مرستو پر زیاتېدو مشورې وکړي.