17
الخميس, تشرين1

د ولسمشر په ګډون د لوړپوړو چارواکو د برېښنایي تذکرو د بایومتریک چارې پیل شوی

سیاست
Typography

د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبتولو عمومي ادارې او ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د لوړپوړو چارواکو د برېښنایي تذکرو د بایومتریک چارې پیل شوي دي.

د نفوسو د احوال د ثبتولو د عمومي ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي، چې دغه بهیر تېره ورځ په ارګ ماڼۍ کې پیل شو، چې په لومړي پړاو کې د ولسمشر محمد اشرف غني، د لومړی مېرمنې بي بي ګل او د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش څخه اسنادونه اخیستل شوي او د بایو متریک او د فورمونو چارې یې بشپړې شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر به ډیر ژر د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په رسمي توګه پیل شي.

په همدې حال کې د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د لوړپوړو چارواکو د برېښنایي تذکرو د بایومتریک د پیل کېدو خبر ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د برېښنایي تذکرو وېش د هېوادوالو له مهمو غوښتنو څخه ده او حکومت ژمن دی چې دغه بهیر په جدیت سره پلي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله له دې وړاندې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر پر ځنډولو تینګار کړی و.

د اجرائیه ریاست په وینا، ټاکل شوې ښاغلی عبدالله د شنبې په ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دې اړه خبرې وکړي.