17
الخميس, تشرين1

ولسمشر غني او پنس د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو په ګډون پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې

سیاست
Typography

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال مایک پنس د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو په ګډون پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې وکړې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال مایک پنس د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو په ګډون پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو مشرانو د ټیلیفون له لارې د دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي پنس ددغې ټلیفونې اړیکې پرمهال د دوامدره ثبات او د ښې حکومتولۍ په موخه د ولسواکو او ټول شموله ټاکنو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

نوموړي په کابل کې د اسلامي دولت یا داعشیانو وروستي برید په اړه هم خواشیني څرګنده کړه او افغان حکومت او خلکو ته یې د ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل.

ښاغلي پنس د طالبانو د عملیاتو د پیل په اړه وویل، چې هېواد یې د نړیوالې ټولنې ترڅنګ د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی.

نوموړي زیاته کړې، چې سپینه ماڼۍ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پالیسۍ له مخې له افغان حکومت او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ او مرستو ته ژمن دي.