18
الخميس, تموز

په کندهار ښار او ولسوالیو کې دوه لکه اته اتیا زره کسانو نوم لیکنه کړې

سیاست
Typography

د کندهار ولایت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس محمد هاشم دراني وايي، چې تردې دمه په کندهار ښار کې دوه لکه پنځه اویا زره کسانو د راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې، چې ۴۳۰۰۰ زره یې ښځې دي

د کندهار ولایت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس محمد هاشم دراني وايي، چې تردې دمه په کندهار ښار کې دوه لکه پنځه اویا زره کسانو د راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې، چې ۴۳۰۰۰ زره یې ښځې دي

نوموړي د ازادۍ غږ ته وویل، چې د کندهار په ولسوالیو کې هم د نوم لیکنې لړۍ روانه ده او تردې مهاله څه د پاسه ۱۳۰۰۰ نارینه او ښځو نوم لیکنه کړې

دی زیاتوي، چې د کندهار نورو ولسوالیو ته یې د نوم لیکنې توکي لېږلي او پاتې دریو ولسوالیو ته ټاکنیز توکي د لېږد په حال کې دي

ده خلکو ته ډاډ ورکړ، چې ټولو ولسوالیو ته به پوره ټاکنیز توکي ولېږدول شي او خلک به د نوم لیکنې د موادو له کمښت سره مخ نه شي.

ده همداراز وویل، چې په ولسوالیو کې به د نوم لیکنې پروسه په دوو پړاوونو کې ترسره شي.

د کندهار د ټاکنو د کمیسیون رییس وايي، که چیرې د کندهار ښار په شان زیات شمېر خلک په ولسوالیو کې هم نوم لیکنه وکړي، ښایي دغه شمېره یو میلیون کسانو ته لوړه شي

دده په خبره، هغه کسان چې غواړي په پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي، د غبرګولي میاشتې له پنځمې نېټې څخه دې د ټاکنو کمېسیون ته ورشي ترڅو معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړي.