17
الخميس, تشرين1

جنرال دوستم د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړې

سیاست
Typography

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې سره وکتل.

د ولسمشر د دفتر مرستیال هارون چخانسوري وایي د حکومت مشرانو ددغې کتنې په ترڅ کې د هېواد پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړې.

نوموړي په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د ولسمشر دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش او اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن غرمه په یوې ناستې کې د هېواد د مهمو مسائلو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي چخانسوري په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له شاوخوا ۱۴ میاشتو وروسته تېره اونۍ کابل ته راستون شو.

نوموړي ویلي، چې دی به له ولسمشر محمد اشرف غني سره د فاریاب د قیصار امنیې قوماندانۍ د سرپرست، نظام الدین د قضیې پرسر هم خبرې وکړي.