19
السبت, تشرين1

د ښاري ظرفیت لوړونې او څېړنې مرکز پرانیستل شو

بیا رغونه
Typography

د افغانستان د ښار او کور جوړونې په وزارت کې د څېړنې او ښاري ظرفیت لوړونې مرکز نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د افغانستان د ښار او کور جوړونې په وزارت کې د څېړنې او ښاري ظرفیت لوړونې مرکز نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

چارواکي وایي، چې دغه مرکز د ښاري پراختیا په برخه کې د اوسنیو ستونزو او ننګونو د ارزونې په موخه جوړ شوی او ټاکل شوې چې په دغه مرکز کې د شته ستونزو د حل لپاره اړین کارونه ترسره شي.

دغه مرکز د ۱۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت په یوه جریب ځمکه کې د کور جوړونې د تصدۍ له خوا جوړ شوی دی.

د ښار او کور جوړونې وزیر ښاغلي سید سعادت منصور نادري په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، چې دغه مرکز پنځه برخې لري، چې د کاري دفتر ترڅنګ د سیمینارونو او کنفرانسونو لپاره تالار، لابراتوار، د لکچر خونې، تخنیکې دفترونه، او نورې اسانتیاوې هم لري.

نوموړي هیله مندي څرګنده کړه، چې دغه مرکز به ټاکل شوو موخو ته په کتو سره د ښاري سکټور په برخه کې د روزنیزو او څیړنیزو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې ګټه ور ثابت شي.