21
الأحد, تموز

ولسمشر غني د خوست د هوایي ډګر ځغاستلیکه پرانیستله

بیا رغونه
Typography

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار خوست ولایت ته ولاړ او هلته یې ددغه ولایت د هوایي ډګر ځغاستلیکه او یو شمېر نورې پروژې پرانیستلې.

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار خوست ولایت ته ولاړ او هلته یې ددغه ولایت د هوایي ډګر ځغاستلیکه او یو شمېر نورې پروژې پرانیستلې.

د افغانستان ولسمشرۍ ریاست یا ارګ ماڼۍ وایي، چې ولسمشر غني د کابينې، ملي شورا، ولايتي شورا د غړو او قومي مشرانو په شتون کې د خوست د هوايي ډګر رنوې پرانیستله.

د خوست د هوايي ډګر ځغالستلیکه ۲۶۶۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري، چې تر ۷۲۹ ميليونه افغانيو زیات لګښت پرې شوی دی.

ولسمشر غني د خوست هوايي ډګر د ځغاستلیکې د پرانیستې، د هوايې ډګر د رادار سيستم او د هوايي ډګر د داخلي سړک او د ۱۳ زره کورنيو لپاره د برېښنا د لېږد شبکې د بنسټ ډبرې اېښودلو لپاره نن خوست ته تللی دی.

نوموړي همداراز د خوست د هوایي ډګر د رادار سيستم او د اطفايې ودانيو او د هوايي ډګر د داخلي سړک د ودانولو د بنسټ ډبره کېښوده.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني به په دغه سفر کې د خوست له عالمانو، مشرانو او قومي متنفذينو، د ولايتي شورا غړو، ولسوالانو، ښوونکو او استادانو، مېرمنو، سوداګرو او صنعتکارانو، د مدني ټولنې غړو, ځوانانو او ولسوالانو سره ځانګړې ناستې ولري.