21
الأحد, تموز

د کندهار د احمدشاهي لوبغالي لپاره مصنوعي چمن پروژه پېل شوه

بیا رغونه
Typography

ددغې پروژې کار نن د کندهار د فوټبال فدراسيون د مسوولینو له خوا په رسمي توګه پیل شو.

ددغې پروژې کار نن د کندهار د فوټبال فدراسيون د مسوولینو له خوا په رسمي توګه پیل شو.

د کندهار د فوټبال فدراسیون مشر حاجي نصیر رحماني وایي، چې د کندهار د احمدشاهي لوبغالي د چمن د مصنوعي کولو پروژه به د دوه نيمو مياشتو په موده کې بشپړه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې پر دغې پروژې يو میليون ډالر لګښت راځي، چې د "FIFA" يا د فوټبال د نړیوال فدراسيون له لوري ورکول کیږي.

د رحماني په وینا، ددې لوبغالي د چمن په مصنوعي کیدو سره به دغه لوبغالي کې سترو سیالیو ته لار هواره شي.

نوموړي له سوداګرو او شتمنو خلکو څخه وغوښتل، چې د کندهار د فوټبال د لا پياوړتیا لپاره پانګونه وکړي.