21
الأحد, تموز

په کابل کې د اماراتو ښارګوټی پرانیستل شو

بیا رغونه
Typography

د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان یا د اماراتو ښارګوټی نن د جګپوړو افغان او د متحده عربي اماراتو هیواد د چارواکو په شتون کې پرانیستل شو.

د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان یا د اماراتو ښارګوټی نن د جګپوړو افغان او د متحده عربي اماراتو هیواد د چارواکو په شتون کې پرانیستل شو.

د ښار او کور جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري ددغه ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال د متحده عربي اماراتو له چارواکو څخه ددغه ښارګوټي د جوړولو په برخه کې د هغوی د مرستو مننه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې د ملي یووالي حکومت د استوګنیزو کورونو برابرولو ته ژمن دی او په دې اړه پر یو شمېر مهمو او هراړخیزو پلاونونو کار داوم لري.

د ښاغلي نادري په وینا، د اماراتو ښارګوټي د بنسټ ډبره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په وخت کې کېښول شوه او په پام کې وه چې د ښارګوټي چارې د یوه کال په موده کې بشپړې شي، خو د ځینو ستونزو له امله یې د جوړېدو چارې وځنډیدې.

هغه وویل چې د ملي یووالي حکومت د هلو ځلو په پایله کې ددې ښارګوټي د جوړولو چارې بشپړې شوې.

د ښار او کور جوړونې وزیر وایي، د اماراتو ښارګوټی ۳۳۳۰ اپارتمانونه لري او د برښنا د سب سټیشن په ګډون، د اوبو متر، د تک راتګ منظمې لارې په ګډون یو شمېر مهمې اسانتیاوې هم لري.

په دغه مراسمو کې د عربي متحده امارتو چارواکو له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني د یاد ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال د متحده عربي اماراتو د مالي مرستو ستاینه وکړه او په بېلا بېلو برخو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکاریو ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، چې نن ورځ افغانان د خپل ژوند په برخه کې د یوه ستر بدلون شاهدان دي.

ښاغلي غني ددغې پروژې د بشپړولو په برخه کې د ښار جوړونې وزارت د هلو ځلو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې له صفر څخه د یوې پروژې پیلولو د نیمه کاره پروژې د بشپړولو په پرتله ګران کار دی.