21
الأحد, تموز

په کندهار کې د ۴۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پلي کېږي

بیا رغونه
Typography

د کندهار د دهلې بند د رغولو او یو شمېر نورو پروژو لپاره ۴۵۰ ميليونه ډالر لګول کیږي.

د اوبو او برېښنا وزارت وايي، چې د اسیايي بانک په مرسته د کندهار د دهلې بند د رغولو او د يو شمېر نورو پروژو د بشپړولو لپاره ۴۷۰ ميليونه ډالر لګوي.

سیمه ییز چارواکي او خلک دغې پروژې ته ډیر خوښ دي او دا د کندهار لپاره یوه حیاتي پروژه بولي.

د اسيا پرمختیايي بانک د کندهار پر دهلې بند په څلورو برخو کې کار کوي. د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وايي، پر دغې پروژه شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالر لګښت راځي، چې د اوبو د زیاتېدو تر څنګ به د ورسره کندهار برېښنا هم زیاته شي.

په ورته وخت کې د کندهار د دریايي حوزې سرپرست وحیدالله کامران وايي، دغه پروژه څلور برخې لري، چې د څښاک اوبو سیستم، برېښنا، د بند لوړول او د ځینو کانالونو رغول په کې شامل دي، چې کروندګر او صنعت کاران به یې له ګټې برخمن شي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رییس حفیظ الله سیدي هم وايي، چې د بند په لوړولو سره به کروندګر د کال په ۱۲ میاشتو کې اوبه ولري او بیا به هغوی د اوبو له کمښت سره مخ نه شي.

ویل کېږي، چې د دهلې بند کار به پنځه کاله وخت ونیسي، چې د ارتفاع د لوړولو سربېره يې په تخنيکي او اقتصادي برخو کې هم مطالعات کېږي.