21
الأحد, تموز

د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د رادار نوی سیستم پرانېستل شو

بیا رغونه
Typography

د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د رادار نوی سیستم نن د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانېستل شو، ددغه نوي سیستم په پرانېستل کېدو سره تر شاوخوا ۲۶ کلونو وروسته د افغانستان هوایي حریم د هوایي چلند د خپلواکې ادارې تر کنترول لاندې راغی.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، چې د ١٣٧١ لمریز کال د ثور له میاشتې څخه وروسته دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د خپل هوايي حریم کنترول ترلاسه کوي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د رادار نوی سیستم د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې پرانیستل شو.

د هوایي چلند خپلواکې ادارې چارواکي وایي، چې د دغه نوي سیستم په پرانېستې سره به د هوایي چلند د خپلواکې ملکي ادارې ظرفیتونه لوړ شي او د هوانوردۍ په برخه کې به د نورو هوایي شرکتونو له خوا پانګونې ته لار هواره شي.

د هوایي چلند د خپلواکې ادارې چارواکو مخکې ویلي و، چې د یاد سیستم د نصبولو لګښت ۲۴ میلیونه یورو دی، چې د څارنې او ساتنې کلنی لګښت به یې نږدې ۹ میلیونه یورو وي.