21
الأحد, تموز

ولسمشر غزني ولایت ته ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي

بیا رغونه
Typography

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په غزني ولایت کې د پراختیایي پروژو د پلې کولو لپاره له دغه ولایت سره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو مرستې خبر ورکړ.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني ۱۰۰ میلیونه افغانۍ غزني ولایت ته ځانګړې کړې او په دغه ولایت کې د عمراني پروژو د پلې کولو لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمي لارښوونې کړې دي.

سرچینې زیاته کړه، چې ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ د غزني ولایت له بېلا بېلو اقشارو سره د کتنې پر مهال وویل، چې د غزني ښار د حدودو د تعین، د بندونو د مدیریت، د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو، د کرنې، د غزني د ښځو د بنیادي ستونزو د حل، د لیلیې کار د بشپړولو، د تعلیمي او تحصیلي پارک او د غزني د جامع جومات جوړولو په اړه یې اړونده مسوولینو ته لارښوونې کړې دي.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې سل میلیونه افغانۍ غزني ولایت ته ځانګړې شوې دي او د هغه ولایت له خلکو یې وغوښتل چې د دې بودجې د ښه لګښت په اړه والي او محلي مسوولینو سره په همغږۍ هوکړې ته ورسېږي.

ارګ ماڼۍ وایي په دغو مراسمو کې مراسمو کې د غزني والي وحیدالله کلیمزي، د ولایتي شورا رییسې لطیفې اکبري او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان د غزني ولایت عمومي امنیتي وضعیت ته د جمهور رییس د پاملرنې مننه وکړه.

هغوی وویل، خلک له جنګ څخه ستړي دي او ختمول یې غواړي. د بېلابېلو اقشارو استازو د حکومت د انکشافي پروګرامونو ملاتړ کوي او په یاد ولایت کې یې د رڼو ټاکنو غوښتنه وکړه.