21
الأحد, تموز

په کابل کې لومړنۍ معیاري مسلخ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

بیا رغونه
Typography

د لومړي ځل لپاره وروسته له ۹ کلونو څخه د کابل په ریشخور کې یو معیاري مسلخ د ولسمشر محمداشرف غني او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی په شتون کې نن سهار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په کابل، کندز، هرات او بلخ ولایتونو کې د پنځه بابه معیاري او مدرنه مسلخونو د جووړلو طرح ۹ کاله وړاندې جوړه شوې وه، خو په تېرو دورو کې د مدیرتي ضعف او نه هلو ځلو په پایله کې ددغو مسلخونو د جوړېدا چارې په ټپه درول شوې وې.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نوی مشرتابه له نن څخه ۹ میاشتې مخکې ددغو مسلخونو د جوړولو چارې له سره پیل کړې، چې لومړۍ مسلخ یې نن سهار د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په کابل کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

همداراز ټاکل شوې، چې کرنې وزارت د درېوو معیاري مسلخونو (هرات مسلخ، د کابل د شکردرې مسلخ او د بلخ ولایت د مسلخ) د جوړولو چارې ددې کال ترپایه بشپړ او د کندز ولایت د مسلخ د جوړولو چارې د راتلونکی کال تر اوړي پورې بشپړ اوګټې اخیستنې ته وسپاري. د دغو مسلخونو د جوړولو ټولیز لګښت ۳۰ میلیونه امریکایي ډالر ده، چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي.

د نوي او معیاري مسلخونو جوړول د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له سترو پروژو څخه ده، چې هریوه یې په یوه شفت کې د ۵۰۰ وریو او وزو او همداراز د ۱۰۰ غواوو د ذبحې او پروسس وړتیالري.

د کابل مسلخ په عصري تکنالوژی سمبال دی او همدارنګه ټاکل شوې ده، چې ترڅو راتلونکو میاشتو پورې د نورو مسلخونو د اړتیا وړ دستګاوې او ټکنالوژۍ هم نصب او ځای پر ځای شي.

د دغو مسلخونو جوړول د قصابیو په خوندیتوب، چاپریال ساتنې او د غوښې صادراتو ته د زمینې برابرولو په برخه کې رغنده رول لري.