23
الثلاثاء, تموز

په هرات ولايت کې نن د کليو پراختيا وزير له خوا د ٧٣٠ ميليونه افغانيو په ارزښت ٨ ټولګټې پروژې پرانېستل شوې. د کلیوالي سړکونو د پخولو دغه پروژې د هرات په اوبې، ګذرې، رباط سنګي او غوريان ولسواليو کې پلې شوي او ځينې يې د پلې کېدو په حال کې دي. 

له کندهار څخه روزګان ولايت ته غځېدلى سړک د وروستيو جګړو پرمهال د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو له خوا زيانمن شوى، چې له امله يې د روزګان ولايت اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. د روزګان ولايت ډيرى ناروغانو به پر پخوانۍ لويه لار د درملنې لپاره کندهار ته تګ راتګ نشو کولى.

المزيد من المقالات...