دښځو په وړاندی تاوتریخوالی یو غیر اسلامی ، قانونی او اخلاقی عمل دی

Typography

له تاوریخوالې څخه په هیڅ یو انساني ټولنه کې چې په هره بڼه او دهرچا په وړاندی وي سترګې نه پټیږي.
په ډیرو پرمختللي ټولنو کې آن ژوي هم د تاوتریخوالې په وړاندی حقوقي خوندیتوب لري چې تیری کوونکي ېې محکمې او قانون سره مخامخ کیږي.

خو تراوسه هم د نړۍ په ځینو برخو کې تاوتریخوالې په ځانګړي توګه دټولنې کمزوري برخو لخوا ، د بیلګې په توګه ښځو او ماشومانو لخوا زغمل کیږي.
په افغانستان کې حکومت د نړیوالې ټولنې او دافغانستان مدنې ټولنې په مرسته دښځو په وړاندی دتاوتریخوالې د درولو پخاطر یو شمیر ګامونه اوچت کړیدي.
دبیلګې په توګه په ۲۰۰۹ کال کې حکومت دښځو په وړاندی  له تاوتریخوالې څخه د مخنیوی ځانګړي قانون په جوړولو سره په دی لارې کې  لومړنې ګام  پورته کړی دی.
دغه قانون د ماشومانو ودونه، دناوړه مقاصدو لپاره دښځو پیرودل او یا پیرل یا په بدو د ورکول، بد اخلاقې ته اړ ایستل او دښځو د وهل او ټکولو په ګډون  ۱۷ نور داسې موضوعات چې د ښځو په وړاندی تیری ګڼل کیږي دقانون خلاف کړنې ګڼلي دي. په دی قانون کې سرغړونکو ته سزا هم په ګوته شوی دی .
دا مهال دهیواد په ډیرو برخو کې قاضیان، څارنوالان او دپولیسو ځواکونه همدا قانون په عمل کې پلي کوي.

دهغه رپوټ پر بڼسټ چې په دی وروستیو کې دملګرو ملتونو سازمان لخوا  د ښځو په وړاندی له تاوتریخوالې څخه د مخنیوی دکړنو په اړه برابره شویده څرګندیږي چې دښځو حقونو په وړاندی د تیري کوونکو په وړاندی دقانون پلي کول زور اخیستي دی .
په کابل او هرات کې څارنوالان په دی ډګر کې ډیر فعال دي او نیمايی هغه پيښې ېې څیړلي دي چې د ښځو په وړاندی د تیریو څخه دڅارنوالی دفتر کې ثبت شویدي.
دافغانستان د عامې روغتیا وزیره ډاکتره حسن بانو غضنفر د افغاني ښځو په وړاندی د تاوتریخوالې ګڼ شمیر لاملونه په ګوته کوي.
هغه وايي چې:"بیوزلې ، بیسوادی ، داسلامي ارزښتونو غلط تعبیر او تفسیر همدا رنګه ناوړه دود او دستورونه او څو لسیزه جګړه هغه لاملونه دي چې د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی ته لاره هواروي. "
دعامي روغتیا وزیره خلکو ته  دتاوتریخوالی د ډولونو او لاملونو په اړه پوهاوي باندی ټینګار کوي چې دهغې په وینا خلک ددی پوهاوي په رڼا کې کوالای شي د دی تیریو په وړاندی عمل وکړي.
دهیواد ټول دیني عالمان هم موافق دي چې د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی د اسلامي نصوصوخلاف عمل  دی . په مزار شریف کې دیوې غوڼډې په ترځ کې چې دیني عالمانو او دجوماتو ملاامامانو په ګدون جوړه شوی وه په ډانګ پيله څرګند شوه چې دا ډول کړنو ته په اسلام کې ځای نشته.
مولوی حیات الله قاري زاده د بلخ ولایت د حج او اوقافو ریاست مشردغې غوڼډې ته په خپل وینا کې ووییل: " اسلام دښځو په وړاندی تاوتریخوالې په کلکه غندي ، ملاامامان اخلاقي وجیبه لري  ترڅو د دا راز کړنو په اړه وعظ کړي. "
په پکتیا ولایت کې یو تن سیمه اییز دیني عالم مولوي خواجه دین منګل وايي چې اسلام ښځو ته درناوي لري. هغه وړاندی زیاته کړه: "داسلام ستر پیامبر حضرت محمد(ص) خپلو ملګروته هدایت ورکوي ترڅو دخپلو ښځو له رټلو او سپکاوي څخه ډډه وکړي. هغوي ته  اجازه ورکړي چې په خپله خوښه نکاح وکړي. "
نوموړي یوې غونډې ته وینا کوله چې دښځو په وړاندی له تاوتریخوالې څخه دمخنیوی په اړه دعامه پوهاوي پخاطر د ملګرو ملتونو عالي کمیشنری په نوښت جوړه شوی وه . ددی غوڼدې اصلي پیغام دا وو چې خلکو ته وپوهوي چې ، دښځو او نجونو پلورل، په زوره ودونه، په ټیټ عمر په واده ورکول جرم ګڼل کیږي او سرغړونکي ته به ېې سزا ورکړل شي
دکندز ولایت د ایستناف محکمې یوتن قاضی مولوي نجم الدین دښځوپه وړاندی د تاوتریخوالی له منځه وړلو ورځې څخه د لمانځنې په غوڼدې کې ووییل : " موږ هڅه کوو ترڅو دښځو له حقونو څخه دفاع وکړو. " نوموړي دهیواد له ټولو دیني عالمانو څخه وغوښت ترڅو اسلام سپڅلي دین په رڼا کې  د ښځو دحقونو په اړه د خلکو د پوهاوي زیاتي کړي.
دکندز ولایت د ښځو دچارو ریاست مشره نادره ګینا وايي چې دا ېې وخت دی چې له دا ډول تیریو څخه اغیزمن شوي ښځې خپل غږ پورته کړي او دهغو تیریو په اړه چې د دوي په وړاندی ترسره شوي دي چارواګو ته خبر وکړي.
هغې وړاندی زیاته کړه: "موږ ټولو هغو میرمنو ته چې زورول شوي او پر وړاندی ېې تیري شوي وي ډاډ ورکو چې ډیر ژر به ترسره کوونکي کې دهیواد عدلي اوقضايي سیسټم لخوا دخپلو دغو ناوړو کړنو په سزا ورسیږي.
دښځو په وړاندی تاوتریخوالی یو غیر اسلامی، اخلاقی او قانوني عمل دی. دافغانستان حکومت، نړیواله ټولنه او دهیواد فعال مدنې ټولنې هڅه کوي ترڅو هغه له منځه یوسي. دا ېې وخت دې چې دافغانستان عام وګړي هم  یو بل ته لاسونه ورکړي او غوره ټولنه چې له دا راز ناخوالو پاکه وي رامنځټه کړي.