په افغانستان کې د ژورنالیزم وده اوپرمختګ

Typography

Many young Afghan female students have opted for journalism as a profession. The government and the international community are helping young journalists in building their capacity.

په افغانستان کې د بیان آزادی نړیوالې ورځ څخه د سیمینارونو ، د ګردې میزونو اوهغو خبریالانو ته چې په خپل کار کې په لوړه کچه ژمنتیا او مسلکیتوب ښودلی دجایزو په ویشلو لمانځنه وشوه.

له دی  ورځ څخه هر کال د می دمیاشتې په دریمه نیټه د ملګرو ملتونو سازمان په ملاتړ لمانځنه کیږي.
که موږ په افغانستان کې درسنیو برخلیک ته یوه کتنه وکړو نو ډیر لوړې او ژورې ېې لیدلي دي. دافغانستان خبریالان اومطبوعات د پخوا یوې لسیزی په پرتله له ډیرو آزادیو برخمنې دي.
دمطبوعاتو د کړنو په اړه د بي بي سي په  رپوټ کې راغلي چې دافغانستان د رسنیو پرمختګ دحکومت د پام وړ بریالیتوبونو څخه شمیرل کیږي. له ۲۰۰۶ زیږدیز کاله راپدیخوا ټلویزیون او راډیو هرکال ۲۰ سلنه وده مومي، یوازی دلته په کابل کې ۳۰ ټلویزیوني شبکې فعالیت لري.
دخبریالانو ملي اتحادیې، دخبریالانو آزاده ټولنه او دافغانستان د خبریالانو او ژورنالیستانو ملي اتحادیې په ګدون دری ارګانونه په هیواد کې دننه دژورنالیستانو  د حقونو د خوندیتوب په ډګر کې فعالیت لری.“A picture is worth a thousand words.” Some young reporters prefer to be photojournalists.

 
دافغانستان اسلامی دولت هم درسنیو کارکوونکو ته د کاري شرایطو ښه والی په خاطر یو شمیر ګامونه اوچت کړیدي.افغان حکومت  هڅه کوي ترڅومالوماتو ته د لاس رسې په برخې کې خبریالانو ته غوره فرصتونه برابرې کړي.
حکومت په ۲۰۰۷ کال کې مالوماتو ته د ښه لاس رسې په خاطر د رسنیو مرکز جوړ کړ. ولایتي چارواګي هم کره مالوماتو ته دخبریالانو د لاس رسې په موخه فعاله ونډه ترسره کړیده. اوس ډیري ولایتي حکومتي ادارې درسنیو مرکزونه لري.په تیر یوې لسیزی کې ډیر شمیر نوي ټلویزیوني چینلونه چې ډیري ېې خصوصي سکتور پوری اړه لري جوړې شویدي.یو زیات شمیر سیمه اییز  ورځپانې په منظمه توګه چاپیږی.
دافغانستان مطبوعاتو د نورو پرمختللو هیوادونو په شان  د ډیر شمیر موضوعاتو په اړه خلاص بحثونه او مذاکرې همدا رنګه  ټیلفوني خپرونې جوړوي. هغه موضوعات چې په دی خپرونو کې ورباندی بحث کیږي  دټولنیز ، فرهنګی ، سیاسي او دیني بحثونو په ګډون بیلابیل مهمو ملی موضوعات شاملیږي.
داسې راډیويي چینلونه هم شته چې خپرونې ېې یوازی  ښځو او ماشومانو ته ځانګړي شوي .
دآزادو رسنیو راوتل ښځو ته هم دا موکې برابره کړه ترڅو د مسلکي خبریالانو په توګه په ټولنې کې وځلیږي.

A free national media is vital in ensuring good governance and transparency, and the growth of powerful civil society institutions.

زهرا موسیابی په هرات ولایت کې یو تن ښځینه خبریاله داسې وايی:"زه خپلې دندې سره ډیره خوشحاله یمه.دا ما ته یوه نیکمرغې ده چې کوالای شم خپله تجربه زیاته کړمه.زه په افغانستان کې د ژورنالیزم راتلونکي ته ډیره هیله منده یمه. "
دافغانستان درسنیو په انځور کې ناببره او چټک بدلون تر ډیره بریده دخصوصي سوداګریزو ټلویزیوني اویوه لږه اندازه د راډیو بریالیتوب کې نغښتې دی . سره له دی چې ټلویزیون په چټکې سره پراخه شوه، خو د آیشیا فونډیشن لخوا په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې ترسره شوی  سرشمیرنه ښيي چې تراوسه هم د افغانستان ۴۵ سلنه وګړي دټلویزیون په پرتله چې ۲۸ سلنه ده راډیويی خپرونې غوره ګڼي.
دافغانستان په رسنیو کې پرمختګونه بیلابیل سیاسي ، سوداګریز، مذهبي او نورو اړخونو سره په تړاو کې شویدي.
که درسنیو د فعالیت په اړه د بي بي سي رپوټ ته ځیر شو نو"افغانستان د ټلویزیون، راډیو او ګرځنده موبایلونو په برخو کې درسنیو انقلاب په توګه پرمختګ آزمویلی دی . نوي انرژی آزاد شوي ، نوي کاراوبار رامنځته اوله نویو آزادیو خوند اخیستل کیږي.