18
السبت, تشرين2

د صحي خدمتونو (واکسیناسیون) په اړه د کورنیو چارو وزارت اعلامیه !

Typography

flu-vaccination

پولیس اف ام د کورنیو چارو وزارت اړوند د ۳۰۰ بستریز روغتون او د افغانستان د نندارتون مرکز په همکارئ د حساسیت ، تبه ، تور زیړي ، محرقه ، پولیو او تیتانوس وقایوي واکسین برنامه په لاره اچولې.

یاد واکسین د هغه خلکو لپاره تطبیقیږي چې د اخیستو توان یې نه لري .

په ۳ تیرو ورځو کې په یاد ننداتون کې له ۳۰۰ څخه زیات کسان واکسین شوي دي او د ملي پولیسو د ۳۰۰ بستریز روغتون ډاکټران د سهار له ۸ بجو څخه د شپې تر ۱۰ پورې د هیواد د خلکو په چوپړ کې دي . د کورنیو چارو وزارت له خلکو غواړي چې د ژمي په را رسیدو سره یاد واکسینونه تطبیق کړي تر څو د پورتنیو ناروغیو څخه په امان کې وي .

پته : د افغانستان د نندارتون مرکز ، کابل نوی ښار ، د طره باز خان څلور لار