په کابل کې د یوه بې مخیني عملیات په ترڅ کې د یوه ځوان پرې شوې پښه په بریالۍ توګه پیوند شوه

Kabul Doctors Successfully Reattach Severed Leg

Typography

leg-attachment

یو افغان ډاکټر بریالی شو چې په یوه بې مخیني عملیات کې د یوه ځوان پرې شوې پښه هغه ته بېرته ستنه کړه.

نجیب هغه ځوان چې ۱۸ ورځې وړاندې په کابل کې په پوې ټرافیکې پېښه کې خپله پښه له پنډۍ څخه ښته له لاسه ورکړه؛څو ساعتونه وروسته د هغه پښه د کابل په یوه خصوصي روغتون کې عملیات شوه او دغه پرې شوې برخه یې پیوند کړه او اوس د دغې ځوان پښې ته حس بېرته راستون شوی دی او د ترمنلې لاندې دی.په کابل کې د همکار روغتون رئیس امین‎الله په دې اړه څرګنده کړه: "دا مهمه ده چې اوس وینه جریان لري او د درملنې بهیر به لږ وخت ونیسي".د کابل اوسېدونکي نجیب الله په دې اړه وویل: "یوه کرولا موټر زما پر خوا وڅرخېد،زما پښه د سړک تر څنګ د ډبرې او موټر تر منځ بنده شوه او زه نور پوه نه شوم چې څه وشول".د دغه ځوان خپلوان وايي دوی هرې خوا ته هڅې وکړې خو څوک حاضر نه‎شول چې د نجیب الله پرې شوې پښه ورغوي او ټولو ورته وویل باید نوموړی له هېواد څخه بهر ته ولېږدوي.خو دا عملیات د کابل په یوه خصوصي روغتون کې ترسره شو.دا لومړی ځل نه دی چې دغه راز ناروغان چې په هېواد کې یې د درملنې لپاره هیلې له لاسه ورکړې وي په بریالیتوب سره عملیاتېږي.ډېری کسان په دې باور دي چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو ظرفیتونه په وروستیو کلونو کې پراخ شوي خو دې ته اړتیا ده چې پر دغو خدمتونو د خلکو د باور د زیاتولو په اړه کار وشي ترڅو کرارکرار له هېواد څخه بهر ته د ناروغانو د تلو مخه ونیول شي.