د کولمو چينجي

Typography

Roundwormپه ټوله نړۍ کې ميليونونه خلک د چېنجيو څخه رنځ وړي.

اټکل کېږي څه ناڅه ١٥٠ زره خلک – ګن شمېر تنکي ځوانان هرکال د چينجيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په افغانستان کې ٦٠ سلنه د ښوونځي د عمر وګړي چينجي لري.
دا پارازيټونه د خوارځواکۍ، ورو وده کول  او د سم سوچ نه کولو لامل کېږي. د افغانستان حکومت په دې وروستيو کې د هېواد په لر او بر کې د چينجيو پر وړاندې يو درې ورځنى کمپاين په لاره واچاوه ترڅو ماشومان د دغو پارازيټونو پر وړاندې، درملنه او وساتي.

چينجي څه دي؟
د چينجيو پارازيټ بېلابېل ډولونه لري، خو په افغانستان کې د هغوى تر ټولو معمول ډول ګردي چينجي دي. ګردي چينجي د بڼ د چينجيو په څير ښکارېږي او د انسان په کولمو کې ژوند کوي. هغوي پارازيټونه دي او د ژوندي پاتي کېدو، خوړو او د نسل د زياتوالي په خاطر د انسان د وجود څخه ګټه اخلي.

د چينجيو په انتانونو باندې څنګه اخته کېږو؟
تاسو کېداى شې د ککړو خوراکي توکو او يا د چېنجيو په هاګيو د ککړ شوو اوبو له لارې، چينجېو اخته شې. انسانان په تېربيا ماشومان هم که چيرې د ککړې خاورې سره لاس ووهې او د خوړو څخه دمخه خپل لاسونه ونه مينځي، کېداى شي خپلې خولې ته د ګوتو په وړاندي کولو سره، چينجي ولېږدوي.
وروسته تر دې چې هګۍ په چينجي بدلې شوې، چينجيو لا زياتې هګۍ توليد کړې چې د کولمو له لارې بهر شې او کولاى شي نور خلک اخته کړي.

د هغه نښې نښاني څه دي؟
په ګڼ شمېر خلکو کې د هغه نښې نښاني نه ليدل کېږي. لږ شمېر خلک د بدن د لوړې تودوښې، وچې ټوخلې، ساه لنډۍ او د دې پارازېټ ترخوړلو ٤ څخه تر ١٦ ورځو وروسته،  ، د غږ لرونکي ساه ايستلو څخه رنځ وړي.
د پارازيت تر خوړو  شپږ او اتو اونۍ وروسته، د هغه نښې نښاني ښايي په نس کې ورو خوږ، کانګو ، خواګرځى او نس ناستى (ښايي په خپلو غټو متيازو کې وينه هم وګورئ) شامل وي. که چيرې تاسو زيات چينجي ولرئ، د هغه نښې نښاني په خواګرځۍ، غټو متيازو او يا د پوزې د يوه سوري څخه د چينجي راوتل دي، په ګېډه کې سخت درد، کانګى، خواګرځى، داسې احساس کول چې ښايي ستاسو په ستوني کې څه بند پاتي دي او په ناڅرګنده توګه د وزن کمښت دى.
ځينې وختونه چينجي کولاى شي کولمې بندې کړي. دا ډېرى په هغو ماشومانو کې چې عمرونه يې د يوه څخه تر پنځو کلونو پورې وي معمول دى، ځکه د هغوي کولمې وړې دي.

څرنګه کولاى شم د چينجيو د پارازيتونو درملنه وکړم؟
د چينجيو پارازيتونه د ډکو متيازو د معاينه کولو له لارې پېژندل کېږي. نوموړي انتانونه کولاى شو  په آسانۍ سره د درملو په مرسته يې درملنه کړو.

څرنګه کولاى شو د چينجيو د زياتيدو مخنيوى وکړو؟
تر رفع حاجت  وروسته تل خپل لاسونه ښه ومېنځئ. تل هڅه وکړئ ترڅو اېښېدلې اوبه وڅښۍ. د امکان په صورت کې هڅه وکړئ ترڅو تاوده خواړه چې په سمه توګه پاخه شوي وي  وخورئ.
 
د افغانستان دولت کومې کړنې ترلاسه لاندې لري؟
 د تلي په مياشت کې د افغانستان حکومت د کولمو د چېنجيو په وړاندي ګولۍ د واکسيناسيون د ملي کمپاين يوه برخه اعلان کړه. د روغتيايي ټيمونو موخه، د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې په ټوليز ډول ٧،٨ ميليونه ماشومانو ته واکسين او د چينجيو ضد ګولۍ ورکول وو.