نس ناستې يوه وژونکې ناروغۍ ده

Typography

نس ناستى- وژونکې ناروغۍپه يوه شپه او ورځ کې که چيرې يو څوک ٣ ځله او يا تر هغه زيات رفع حاجت ته لاړ شي دې حالت ته نس ناستې وايي. نس ناستې ژوند د ګواښ سره مخ کولاى شي.

له همدې کبله دولت د نس ناستې د مخنيوي لپاره ملي سټراټيژي جوړه کړې او هغه ته يې لومړيتوب ورکړى دى.

د نس ناستې او خواګرځى په پايله کې تر حده زيات د وجود مايعات او مالګې د لاسه ورکول کېږي.

ډاکټر شريف سهاک وويل:“د نس ناستې ناروغۍ د پاکو اوبو، صحى خوړو، مناسبه روغتيا ساتنه او په صحي توګه د مور د شيدو په ورکولو سره يې مخنيوى کېږي. په صابون باندې د لاسونو مېنځل او په کلورينو او يا مالګې د سابو او مېوو مينځل ددې ناروغى په مخنيوي کې ٥٠ سلنه مرسته کوي.”

په افغانستان کې د روغتيا ساتنې په ډېرى ناوړه حالاتو کې د انسان په فضله موادو د څښاک د اوبو کړېدل شونې دي. د بيلګې په شان فاضلاب، د سپتيک کوهيان او په پرانستي ډول د بيت الخلاوو شتون يو د سترو اندېښتو څخه دي.

د نس ناستې ناروغۍ ډېرى وختونه د دوبې په موسم کې رامنځ ته کېږي، ځکه په دې وخت کې د ميکروبونو فعاليت"د سمې روغتيا پالنې د نه مراعات کولو له امله" څو برابره چټک کېږي او د اوبو او خوړو د خوسا کېدو لامل کېږي. له همدې امله د نس ناستې د مخنيوى لپاره د سمې روغتيا ساتنې په پام کې نيول ډېر اهميت لري. اېښول شوې او يا د کلورين لرونکو اوبو څښل د نس ناستې په ناروغۍ د اخته کېدو څخه مخنيوى کوي. په نس ناستې اخته کس د روغتيايې مرستو د ترلاسه کولو وړاندي،بيله ځنډه د مالګې محلول او يا د او آر اس څخه ګټه پورته کړي. ډاکټر سهاک وويل:“ که چيرې په کور کې او آر سي نه وي،د ډوډۍ خوړو دوه کاشوغه بوره او د چاى خوړو نيم کاشوغه مالګه په يوه ليټر پاکو اوبو کې ګډ کړئ او په پرله پسې توګه يې وڅښئ. په نس ناستې اخته کسان بايد په پرله پسې توګه خواړه ترلاسه کړي او ماشومانو ته بايد د مور شيدې ورکړل شي.” د نس ناستې په ناوړه حالاتو کې ښايي ناروغ د وريد له لارې مايعاتو ته اړتيا ولري. نو له دې کبله دولتي روغتونونو از کلينيکونو ته چې په سيمه کې جوړ شوي،د ناروغ وړل اړين دي.

الصفحة 2

د نس ناستې د ناروغۍ لاملونه څه دى؟

نس ناستې تر ډيره کچه يوه ليږديدونکې ناروغى ده چې راز راز باکترياګانې او د  کولرا، روتا ويروس يا دګيډې د باکتريا ګانې په شان ميکروبونه يې لامل کيداى شي. تر ډيره کچه  دا ناروغۍ دهغو اوبو له لارۍdrinking-water خپريږي چې په غايطه موادو ککړې وي. هغه خواړه چې په غير روغتيايي بڼه چمتو او يا زيرمه شي، د نس ناستې د ناروغۍ  يو لامل کيداى شي. د نس ناستې ناروغۍ کيداى شي له  يوه کس څخه و بل کس ته ولېږدول شي، په تيره بيا د ځانې روغتيا د نه پام کې نيولو له امله. نس ناستې په تيره بيا د هغو ماشومانو د مړينې لامل کيږي چې د خوار ځواکې له امله کمزوري او نا توانه شوي وي.

څنګه کولاى شو د دنس ناستې د ناروغى درملنه وکړو؟

د نس ناستې د ناروغۍ له کبله د بدن اوبه کمې شوي او په هغه کې د  تعاملاتو انډول اغيزمن کېږي.
په ډيرو برخو کې د نس ناستې د ناروغۍ درملنه په ځان کې د ضايع شويو اوبو او مالګى بيا پوره کول دي. له دې کبله کله چې د نس ناستې په ناروغى اخته شوې، ډيرې اوبه وڅښئ. د يخنې (شوربا) او د څښاک د خوږو  شيانو خوړل د بدن د اوبو او شکرې د بيا پوره کولو لپاره ښه بديل وي. همداشان د مالګې محلول (او آر اس) په بدن کې د اوبو د پوره کولو لپاره ډير مهم ګنل کېږي. د زنک ګولۍ د نس ناستې وختونه لنډوي. کولاي شو دا دواړه توکې د ډاکټر د نسخې پرته له درملتون څخه واخلو. په منظمه توګه ډوډى خورۍ، ددې پرته به مو حالت لا په بده واوړي.

څه وخت بايد ډاکټر ته ورشو ؟
 کله چې ستاسو غايطه مواد، خراشکې، اوبلن او وينه ولري، ډاکټر بايد ورشى. همداشان، کله چې ستاسو د ګيډې خوږ  په پرله پسې توګه دوام ومومې او زور واخلي او يا د ١٢ ساعتونو په موده کې د تشو متيازو لپاره ولاړ نه شـى، ډاکتر ته  ورشى. همداشان که د نس ناستې ناروغۍ تر ٤ ورځو زياته شي او ځان کې د اوبو د کمښت احساس وکړي، ډاکتر ته ورشى. همدا شان که د نس ناستې په ناروغى اخته  يو ماشوم  په ٢٤ ساعتونو کې تر شپږ ځله زيات اسهال ولري، ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

څنګه کولاى شو د نس ناستې څخه مخنيوى وکوو؟

ډاډ تر لاسه کړي چې د څښاک اوبه مو پاکۍ وي . ښه کار دادى څو اوبه د څښلو د مخه و خوټوئ. همدا شان ميوه او سابه تر خوړو د مخه په پاکو اوبوکې پريمنځۍ. خپل خواړه ښه پاخه کړئ او هغه پاتې شوي خواړه چې په تاوده ځاى کې ساتل شوي وي، مه خورى.
ځانې روغتيا ساتنې ته پاملره وکړى. تاسو بايد د ډوډى تر خوړلو و د خوراک د ليږدولو د مخه،همداشان د تشناب څخه د راتلو وروسته، د پوزې تر سو کولو، ټوخې يا پرنجيدلو او هم د روغتياېې مرکز څخه د ليدنې وروسته خپل لاسونه پاک پريمنځى. همداشان څارويو باندې تر لاس وهلو، د هغو فضله موادو ، کثافاتو، د ماشومانو ډاپير، ناروغه او يا ټپى کس سره تر اړيکې وروسته خپل لاسونه پريمنځى.
د  نس ناستي ناروغۍ باندې د خپل ماشوم د اخته کيدو د مخنيوى لپاره ډيره غوره لار د ماشوم تر زيږون وروسته  په لومړيو  شپږو  مياشتو کې هغه ته د موردطبيعې  شيدې ورکول دي

rehydration-drink