پوهنه رڼا ده

Typography

Nine million children receive education, and 40 per cent of them are girls.

د اسلام په سپيڅلي دين کې د پوهې ارزښت په لومړي وحى کې چې د اسلام پرستر پيغمبر (ص) نازل شوې جوته شوى، په کوم چې په عربي ژبه راغلې او پکې ويل شوي اقراء يانې ووايه . د قرآنکريم په ګڼو آيتونو او د اسلام د ستر  پيغمبر (ص) په حديثونو کې  بيا بيا د پوهنې په اهميت ټينګار شوى دى.


د  افغانستان اسلامي جمهوريت د رامنځته کېدو سره پوهنې ته په لومړېتوب ورکړاى شوېدي.
د افغانستان د پوهنې وزارت ښونځيو کې د ګڼ شمېر زده کوونکو د منلو په موخه راز راز ستراتيژي طرحه کړېدي. چې په هغه کې د پوهنې د ارزښت په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې زياتوالى، په سيمه ايزه سيمو کې د ښوونځيو پرانستل او د کورنيو د مشرانو او د ښوونې او روزنې د چارو د مسئولينو ترمنځ
د ښوونځيو شوراګانو جوړول دي.
د پوهنې وزير فاروق وردک وويل:“  لس کاله دمخه د ښوونې او روزنې سيستم د منځه تلو په حال کې و. نجونې د پوهنې د ترلاسه کولو څخه بې برخې پاتې شوې وې. اوس د زده کوونکو زيات شمېر په خپله  ددې حقيقت څرګندوى دي . اوس مهال ٩ ميليونه
 زده  کوونکي ښوونځيو ته ځي چې ٤٠ سلنه يې نجونې غوره کوي.”
همداشان د افغانستان د لوړو زده کړو  وزارت په ٢٠٠٥ کال کې په خپل پراخه لس کلن پلان پيل وکړ چې د هغه څخه موخه نړيوالو کچو سره د افغانستان د محصلينو د ښوونې او روزنې  سيستم ته سمون ورکول دي.
دې وزارت د ٢٠٠٥ کال راهيسې د قوانينو او مقرراتو د طرحه کولو په برخه کې د ليدو وړ پرمختګونه لرلي دي  چې پکې په نړيواله کچه د معيارونو د رامنځته کيدو، د نوي روزنيزو نصاب وده، د لابراتوارونو، کتابتونونو او د معلوماتي ټکنالوژي د آسانتياوو پراختيا، د نورو هيوادونو د پوهنتونونو سره همکارى او د پوهنتون د استادانو د تنخواګانو درې برابره زياتوالى شامل دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان دلوړو
زده کړو سيستم د ٣٤ زره زده کوونکو د منلو وړتيا لري، ١٤٣ زره زده کوونکو وکولاى شول په بريالۍ توګه د ٢٠١٢ کال د کانکور په ازموينه کې برخه واخلي چې له هغې ډلې ٤٠ زره زده کوونکي په پوهنتون کې ومنل شول. چې دا د لوړوزده کړو په ٨٠ کلن تاريخ کې د زده کوونکو د منلو زياته کچه ګڼل ښيي.
ددې برسيره، ١٨ زره تنه زده کونکو په خصوصي ښوونځيوکې نوم ليکنه کړې ده چې د فيس ورکولو د ځانګړي کمښت يا امتياز څخه برخمن دي. د کاراو ټولنيزو چارو وزارت هم په کال کې پنځه زره تنه زده کوونکي په ٧٠ راز راز کسبونو يا حرفو کې روزي.
نه يوازې په ښوونځيوکې يوګڼ شمېر زده کونکې روزل کيږي، بلکې د هېواد په لرو پرتو سيموکې د لوست نوې ميتودنه پلې شوي دي. د کمپيوترساينس او معلوماتې ټکنالوژې د څانګو د پوهانو د اهميت په پام کې نيوو سره د افغانستان حکومت د پرمختللې نړۍ د پوهنتونونو سره د ګډو هڅو په برخه کې کارکړى دى. د هيواد د لراو برڅخه لس دولتي  پوهنتونونه د ويديويې کنفرانس له لارې سره تړل شوي دي چې د هغه له لارې استادان کولاى شي خپلې تجربې او لکچرونه سره شريک کړي. د افغانستان لرننګ په ښوونځي کې چې په يوه نا دولتي سازمان پورې اړه لري، زده کوونکي د آنلاين او ويديو کنفرانس له مدرنه ټکنالوژي څخه په ګټه اخيستو د هېواد څخه بهر زده کوونکو سره په اړيکه کې وي.
د پوهنې وزارت د ښوونکو د پوهې د کچې لوړتيا ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده. څه ناڅه ١٠٠ زره ښوونکو ته د لوست ورکولو او نورو مضمونونو په څانګو کې کورسونه په لاره اچول شوي دي. په داسې حال کې په زرګونو کسانو نورو د لوړو زده کړو د دوه کلنو د شپې کورسونو له لارې ډيپلوم ترلاسه کړي دي.
د پوهنې وزېر خلکو ته ډاډ ورکوي چې حکومت د اساسي قانون په وړاندې خپلې دندې ته چې ټولو ته د ښوونې او روزنې غوښتونکى دى ژمن دى. په تېرو دو کلونو کې د ښونې او روزنې لپاره پانګې يا بودجې ٤٠ سلنه زياتوالى موندلى دى. ښوونې او روزنې ته ليوالتيا زياتوالى موندلى او د
زده کړې لپاره ليد يا ليوالتيا بدلون موندلى دى. د سيمو خلک اوس په خپله د ښوونې او روزنې په مسئوليت کې ونډه اخلي.